د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او هند په پوځي صنعت کې په همکارۍ توافق وکړ 


د امریکا متحده ایالتونه او هند د پوځي صنعت په برخه کې د همکارۍ په اړه یوې موافقې ته رسېدلي، دا په داسې حال کې ده چې نوی ډهلی غواړي د وسلو په اخیستلو کې یې په روسیې باندې اتکا کمه شي.

د امریکا د دفاع وزیر لوید استن د دوشنبې په ورځ جون پنځمه (جوزا ۱۵) هند ته د خپل سفر په مهال وویل: «موږ په پوځي صنعت کې د همکارۍ لپاره د لارې یوه نوې نقشه جوړه کړې، چې عمده لومړیتوب د تولید پروژې او مشترک انکشاف به چټک کوي.»

روسیه او هند پخواني ملګري دي‌ او نوی ډهلی د مسکو ستر وسله پیردونکی بلل کېږي. هند،‌ سره له دې چې په اوکراین باندې یې د روسیې یرغل نه دی غندلی، اوس غواړي چې په دې برخه کې نورې لارې چارې ولټوي، خپلې بهرنۍ منابعې زیاتې او داخلي تولیدات ډېر کړي.

د امریکا او فرانسې په ګډون یو شمېر لویدیځو هېوادونو له هند سره د څو میلیاردونو ډالرو په قراردادونو بحثونه کړي،‌ خو دپلوماتان وايي چې د هند یو شرط دا دی چې تکنالوژي به هغه هېواد ته انتقالېږي.

د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون ویلي دي له هند سره یې د نوې لارې د نقشې د جوړولو هدف د دواړو هېوادونو د دفاعي سکتورونو ترمنځ دهمکاریو د شرایطو تغیر دی.

پنټاګون ویلي دي چې د دغې پروژې له لارې هند به ته پرمختللې تکنالوژي ترلاسه کولای شي او دوی د هند د دفاعي سیستم د عصري کولو ننګه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د هند اړیکي له خپل ګاونډي چین سره ښې نه دي او واشنګټن بیا له بیجینګ سره په اقتصادي، دپلوماتیک، پوځي او د تکنالوژۍ په رقابت کې دی. د امریکا ددفاع وزیر داسې مهال هند ته تللی دی چې ټاکل شوې د هند صدراعظم نریندرا مودري په همدې میاشت کې واشنګټن ته راشي.

XS
SM
MD
LG