د لاس رسي وړ اتصالات

چین د امریکا-جاپان ګډه اعلامیه وغندله 


د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند  ژاو لیژیان
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند  ژاو لیژیان

چین د چارشنبې په ورځ مارچ ۱۷ (کب ۲۷) د امریکا د متحده ایالاتو او جاپان هغه ګډه اعلامیه وغندله چې د سه شنبې په ورځ جاپان ته د امریکا د متحده ایالاتو د لوړپوړي پلاوي د سفر په پای کې خپره شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د دفاع وزیر لویډ آستن او د هغوی جاپاني سیالانو د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۶ (کب ۲۶) په ګډه اعلامیه کې د چین چال چلند د نړیوال نظم خلاف وباله.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیژیان وویل چې د هانګ کانګ او شینجیانګ اړوند مسایل به د امریکایي او چینایي چارواکو د خبرو په اجندا کې شامل نه وي چې د پنجشنبې په ورځ د امریکا په الاسکا ایالت کې سره ګوري.

خو هغه زیاته کړه چې: «مونږ هیڅکله ندي ویلي چې مونږ هانګ او شینجیانک موضوعګانې نشو ذکر کولای. مونږ به خپل موقف امریکایي لورې ته څرګند کړو.» ښاغلي ژاو وویل چې د خبرو دمخه د امریکا له لورې دا ډول فشار د منلو وړ ندی.

ښاغلي ژاو د امریکا او جاپان د ګدې اعلامیې هغه برخه هم وغندله چې د چین په جنوبي سمندرګي کې یې ددې هیواد د ځمکو د مالکیت پراخې ادعاوی «غیر قانوني» بللې دي.

هغه وویل: «د امریکا-جاپان ګډه اعلامیه د چین په بهرنۍ پالیسۍ د دښمنۍ ډک برید دی او په پراخه د د چین په داخلي چارو کې لاس وهنه ده چې د چین ګټو ته زیان ورسوي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۶ (کب ۲۶) چین ته «د زور زیاتي» د کارولو په اړه خبرداری ورکړ: « که چین د زور زیاتي له لارې مخکې ځي، موږ به یې که اړتیا پېښه شوه، مخالفت وکړو.»

د جاپان او د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو په ګډې اعلامیې کې همداشان ویل شوي: «د چین چال چلند، چې د موجوده نړیوال نظم سره اړخ نه لګوي، ایتلافیانو او نړیوالې ټولنې ته سیاسي، اقتصادي، پوځي او تخنیکي ستونزې متوجه کوي».

د چین د سمندر په ختیځ او جنوب کې د بیجینګ له لوري د ځمکو د مالکیت پراخې ادعاوې د متحدو ایالتونو او چین د خرابو اړیکو په یوې مهمې مسئلې او جاپان ته په امنیتي تهدید بدل شوي.

سپینې ماڼۍ ته د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن د ورتګ وروسته دا لومړی ځل دی چې د چین او امریکا ترمنځ د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د امریکا په الاسکا ایالت کې په لوړه کچه خبرې کیږي.

XS
SM
MD
LG