د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن چین ته خبرداری ورکړ 


انتوني بلینکن
انتوني بلینکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۶ (کب ۲۶) چین ته «د زور زیاتي» د کارولو په اړه خبرداری ورکړ.

ښاغلی بلینکن اسیا ته په سفر وتلی او هڅه کوي چې د چین د مخ پر زیاتېدونکي زورور چلند په وړاندې اسیايي ایتلافیان زیات کړي.

د چین د سمندر په ختیځ او جنوب کې د بیجینګ له لوري د ځمکو د مالکیت پراخې ادعاوې د متحدو ایالتونو او چین د خرابو اړیکو په یوې مهمې مسئلې او جاپان ته په امنیتي تهدید بدل شوي.

ښاغلي بلینکن وویل: « که چین د زور زیاتي له لارې مخکې ځي، موږ به یې که اړتیا پېښه شوه، مخالفت وکړو.»

اسیا ته په سفر کې له انتوني بلینکن سره د امریکا د دفاع وزیر لوید آستن هم مل دی. دا دغې وچې ته د بایډن د کابېنې د دوو مهمو غړو لومړی رسمي سفر دی. دا سفر داسې مهال کیږي چې تېره اونۍ امریکا، جاپان، هند او استرالیا څلور اړخیزه غونډه وکړه.

ښاغلی بلینکن داسې مهال چین ته خبرداری ورکوي چې ټاکل شوې راروانه پنجشنبه په الاسکا کې د دواړو هېوادونو لوړ پوړي چارواکي په خپلو کې سره غونډه وکړي.

واشنګټن پر ګټو د سیالیو په اړه له ګاونډیانو سره د چین په هلو ځلو انتقاد کړی او هغه یې د ګاونډیانو ځورونه بللې ده.

د جاپان او د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي: « د چین چال چلند، چې د موجوده نړیوال نظم سره اړخ نه لګوي، ایتلافیانو او نړیوالې ټولنې ته سیاسي، اقتصادي، پوځي او تخنیکي ستونزې متوجه کوي.»

د امریکا او جاپان د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو دوه په دوه غونډې کړې دي.

وزیرانو همدغه راز د چین د سمندر په ختیځ کې له بیجینګ سره د توکیو د ځمکو د مالکیت د دعوې په اړه د واشنګټن په «کلکو ژمنو» هم بحث وکړ او په جنوبي برخه کې یې د چین سمندرې ادعاوې « ناقانونه» وبللې.

دواړو خواو په هغه قانون هم خبرې وکړې چې چین د جنورۍ په میاشت کې تصویب کړ. دغه قانون د چین د سمندر ساتونکو ته اجازه ورکوي چې په بهرنیو بېړیو ډزې وکړي.

چین د هغو هېوادونو په کب نیونکو بېړیو پسې سمندري ساتونکي استولي چې بیجنګ ورسره د سیمې د اوبو په سر ستونزې لري.

ښاغلي بلینکن همدغه راز له اتومي وسلو څخه د شمالي کوریا د پاکولو په اړه د جاپان او جنوبي کوریا سره نژدې کار کول هم مهم ګڼلي.

XS
SM
MD
LG