د لاس رسي وړ اتصالات

چین وایي امریکا دې د افغانستان نه په "مسولانه" ډول ووځي


چین امریکا ته مشوره ورکړې ده چې د افغانستان نه دې په "مسولانه" توګه ووځي او د عسکرو په ایستلو کې دې بېړه نه کوي.

چین له نړیوالو نه هم غوښتي دي چې د افغانستان د سولې په پروسې کې مرسته وکړي.

په پاکستان کې د چین د سفیر مرستیال لیجان ژاو دغه څرګندونې د امریکایي مطبوعاتو د ناتائید شوي رپورټونو د خپرېدو نه وروسته کړي دي چې وایي، ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونه شمېر کموي.

لیجان ژاو د پاکستان د جیو ټلویژن سره په یوې مرکې کې وویل:"د امریکا عسکر په افغانستان کې د ١٧ کلونو نه حضور لري، که هغوی د افغانستان نه ووځي نو دغه کار دې په دمه او مسولانه توګه ترسره کړي."

ښاغلي ژاو په افغان حکومت او طالبانو غږ وکړ چې د افغانستان د ۴٠ کلنې جګړې د ختمولو لپاره دې خبرو ته کیني او یو سیاسي حل دې راوباسي.

هغه وویل چې د افغانستان مسله یواځې افغانان په خپله حل کولی شي او نړیواله ټولنه دې د افغانانو سره په‌دی لړ کې مرسته وکړي.

ژاو زیاته کړه:"که د امریکایي عسکر د وتلو نه وروسته کورنۍ جګړه پیل شوه نو د ټولو نه مخکې به په پاکستان او چین بد اثر کېږي، نو ځکه باید مونږ ټول د دغې مسلې د حل لپاره یوځاې شو چې د سولې پروسه پیل شي."

د یادونې وړ ده چې امریکا په وروستۍ کې له طالبانو سره مستقیمې خبرې شروع کړي دي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ د دغه کار لپاره خاص استازی زلمی خلیلزاد ټاکلی دی، خو طالبانو له افغان حکومت سره د خبرو نه انکار کړی دی.

XS
SM
MD
LG