د لاس رسي وړ اتصالات

په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا او پاکستان د ترینګلو اړیکو عوامل


د شننونکو په باور په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا د متحده ایالاتونو او پاکستان د اړیکو د ترینګلتیا یو لوی عامل افغانستان وو.

د امریکا د متحده ایالاتونو او پاکستان اړیکې په ۲۰۱۸ کال کې د جمهور رئیس ټرمپ له یوه ټویټ وروسته چې دا هیواد یې د ترهګرو پر ضد د جدي اقدام په نه کولو تورن کړ، لا پسې ترینګلې شوې.

جمهور رئیس ټرمپ په ټویټر کې په تنده لهجه په پاکستان تور ولګاوه چې د تروریزم د ملاتړ په برخه کې دروغ وایي او ټګي کوي، خو پاکستان دا تورونه رد کړل.

د افغانستان او پاکستان لپاره امریکا پخوانی ځانګړی استازی رچارډ اولسن د پاکستان او امریکا د اړیکو په هکله وايي" هدف دا وو چې په افغانستان له ترهګرۍ څخه د ملاتړ له امله پر پاکستان فشار راوړل شي. وروسته په ۲۰۱۸ کال کې له پاکستان سره په مرستو ، امنیتي او نظامي مرستو پراخ محدودیت ولګید."

په دوه زره و اتلسم کال کې د پاکستان سخت منتقد امریکايي دیپلومات زلمی خلیلزاد د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړې استازي په توګه وګمارل شو. شننونکي د هغه ګمارنه پر اسلام آباد د واشنګټن د فشارونو د دوام نښه بولي.

معید یوسف د امریکا د سولې د انستیتوت غړي وايي" دا روښانه ده چې اوسنی جمهور رئیس د پخوانیو جمهور رئیسانو خلاف، خپله خبر کوي، هغه څه چې پخوا د پاکستان ارزښت ته په پام ، نامناسبې وې."

د پاکستان مالي مشکلات

په ۲۰۱۸ کال کې د عمران خان په مشرۍ د پي ټي ای ګوند په پارلماني انتخاباتو کې له بریا وروسته واک ته ورسید. خو نوی حکومت واک ته له رسیدو سمدسې د مالي کړکیچ سره مخ شو. عمران خان د خپلو نړیوالو پورونو د ورکړې لپاره د پیسو له نړیوال صندوق څخه د مالي مرستو غوښتنه وکړه.

خو د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل امریکا به پاکستان ته دا اجازه ورنکړي چې دغه پیسې چین ته د پورونو د ورکړې لپاره وکاروي، ځکه د چین - پاکستان د اقتصادي دهیلز په ۶۲ میلیارد ډالري قرار دادونو د شفافیت په اړه پوښتنې موجودي دي.

شننونکي په دې باور دي چې د واشنګټن او اسلام آباد اړیکي د کال په اوږدو کې ترینګلي وې او دا اړیکې پر نورو مسایلو سربیره تر ډیره د افغانستان د سیاسي مشکل له هواري سره ارتباط لري.

دوی زیاتوي چې له ترهګرۍ سره به د پاکستان د صادقانه مبارزې پرته د افغانستان او پاکستان اړیکې په ۲۰۱۹ کې کال هم ممکن کړکیچنې وي.

XS
SM
MD
LG