د چین حکومت شنبه ډسمبر ۳۰ (مرغومي ۱۰) د دې هیواد د پارلمان څخه نهه نظامي چارواکي ایستلي چې څلور یې د پوځ د ستراتیژیکو توغندیو د قطعې جنرالان و.
حکومت دا نظامیان داسې مهال باسي چې تازه یې د دفاع نوی وزیر هم ټاکلی.
د سینهیواد خبري اژانس په یو راپور کې ویل شوي چې د واکمن کمونیست ګوند مرکزي کمیټې د غونډې څخه وروسته ددې کسانو د ایستلو پریکړه وشوه.
په راپور کې دا ندي ویل شوي چې دا کسان د کوم دلیل له مخې د پارلمان څخه ایستل شوي.
حکومت همدارنګه د همدې تیرې اکټوبر په میاشت کې په ناڅاپي توګه پخوانی د دفاع وزیر لي شانګفو له دندې ګوښه کړ.
خو د ښاغلي شانګفو تر لیرې کیدو وروسته دا د چین په نظامي ادارې کې د ادلون بدلون یوه تر ټولو لوړه لړۍ پداسې حال کې بلل کیږي چې حکومت یې دلیل هم نه روښانه کوي.
چین د روان میلادي کال د اګست په میاشت کې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر چین ګانګ چې یوازې ۷ میاشتې یې پدې مقام کې کار کړی و، پرته لدې چې د لیرې کیدو دلیل یې روښانه کړي، له دندې لیرې او پر ځای یې وانګ یي وټاکل شو.
چین یوازې دومره ویلي و چې ښاغلی ګانګ د څرګندو روغتیایي دلایلو له کبله کار ته ندی حاضر شوی خو د دندې څخه تر لیرې کیدو وروسته ښاغلی چین په عام محضر کې ندی لیدل شوی.
د چین حکومت تیره ورځ د سمندري ځواکونو پخوانی قوماندان دونګ جون د خپل نوي دفاع وزیر په توګه وټاکه، ترڅو د اکتوبر په میاشت کې له دندې څخه د پخواني دفاع وزیر لي شانګفو د ناڅاپي لیرې کېدلو له امله پیدا شوې تشه ډکه کړي.
د چين دولتي خبري اژانس سينهوا وويل، دونګ د چين د ولسي کانګرس د دايمي کمېټې په غونډه کې د دفاع د وزیر په توګه وټاکل شو.
پخوانی دفاع وزیر لي شانګفو پر دغې څوکۍ له اوو میاشتو کار وروسته ګوښه کړل شو او د ډیر وخت دپاره په عام محضر که نه ښکاره کېده. بیجینګ له دندې څخه د هغه د لیرې کولو په اړه رسمي دلیل نه دی ښودلی.
چین پدې تیرو څو میاشتو کې د (توغندي ځواک) په څانګې کې هم پراخ بدلون راوستی. دا د چین د پوځ محرمه قطعه ده چې د دنده یې د اتومي جبه خانې څارنه ده.
په مطبوعاتو کې ویل شوي چې په همدې قطعې کې د فساد او رشوت خورۍ پلټنې کیږي چې د قطعې مشر هم پکې شامل دی.
دا نهه نظامي چارواکي چې د چین خلق ملي کانګرس څخه ایستل شوي، په پارلمان کې یې د رایې ورکولو واک نه درلود خو له لیرې کیدو یې داسې انګیرل کیږي چې ښایي پلټنې ترې وشي.
فورم \ دبحث خونه