د لاس رسي وړ اتصالات

چین د نړۍ ټرلو چټک اورګاډی پیلوي


د چین تر ټولو گړندی اورگاډی د بیجنگ له تم ځای نه د ٢٠١١ م کال د جولا ی په ٢٦ مه روان شو.
د چین تر ټولو گړندی اورگاډی د بیجنگ له تم ځای نه د ٢٠١١ م کال د جولا ی په ٢٦ مه روان شو.

چین د سپټمبر په میاشت کې د نړۍ تر ټولو چټک اورګاډی د سفر لپاره چمتو کوي. دغه اورگاډۍ په یوه ساعت کې ٣٥٠ کیلومتره چی له ٢١٧ میلو سره سمون خوري سرعت لري.

چین دغه اورگاډی د پلازمېنی بیجنگ اوشانگهای ترمنځ په کار اچوي. ددغو دواړو سترو ښارونو ترمنځ ١٢٥٠ کیلومتره فاصله به اوس یوازې په څلورو ساعتونو او دیرش دقیقو کې وهل کېږي.

چین تر ټولو گړندی او لومړنی اورگاډی چی په یوه ساعت کې ېې ٣٥٠ کیلومتره سرعت درلود د ٢٠٠٨ کال د آگست په میاشت کې پیل کړ. خو په ٢٠١١ کال کې ېې د هغه سرعت په یوه ساعت کې د ٢٥٠ او ٣٠٠ کیلومترو ترمنځ راټیټ کړ. ددې علت دا و چی په همدغه کال کې دوو اورگاډو د وینژو ښارته نیژدې ټکر وکړ؛ ۴٠ مسافران پکې ووژل شول، او ١٩١ پکې زخمیان شول.

چین د یو ا ټکل له مخې په چټکو اورگاډو باندې ٣٦٠ ملیارد ډالر لگولي دي او په نړۍ کې ېې تراوسه پورې د اورگاډو ستره شبکه جوړه کړېده.

XS
SM
MD
LG