د لاس رسي وړ اتصالات

چین د کروناویروس د قربانیانو په یاد ملي ویر وکړ


د چین بیرغ نیم ځوړند و
د چین بیرغ نیم ځوړند و

چین د شنبې په ورځ اپریل څلورمه (وري۱۶) د کرونا له کبله د مړو او په دغه ویروس د اخته کسانو د درملنې په مهال د مړه شویو ډاکټرانو په یاد ملي ویر وکړ.

په ټول چین کې د دغه هېواد بیرغ نیم ځوړند و او ټولو خلکو ته ویل شوي ‌وو چې د مړو په درناوي درې دقیقې غلي او خاموش وي.

د چین رسنۍ وایي ولسمشر ژي جيپینګ هم له ځینو نورو چارواکو سره یو ځای په دغه ملي ویر کې برخه واخیسته.

د کروناویروس په لومړي ځل د چین د هوبي ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو او د چارواکو په وینا په دغه هېواد کې یې ۳۳۰۰ کسن مړه کړي دي.

خو داسې شکونه شته چې ښايي د چین حکومت د کرونا له کبله د مړو د شمېر او د دغه ویروس د پیل د نېټې په اړه دقیق معلومات نه وي ورکړي او یا یې نه ورکوي.

چینايي چارواکي وايي‌ دا ویروس یې تقریبآ کنترول کړی او اوس هلې ځلې کوي چې هلته ژوند بېرته عادي شي، خو دا ویروس اوس په ټولې نړۍ کې خپور دی.

د روغتیا نړیوال سازمان ډاریکټر جنرال تيدروس ادهانوم غيبريسوس وايي چې د نړۍ په شاوخوا ۱۸۰ هېوادونو کې څه باندې یو میلیون کسان د کرونا په ویروس اخته دي.

کرونا تر دې په نړۍ کې نژدې ۶۰۰۰۰ کسان مړه کړي دي.

خو د آسترالیا د روغتیا د صحت د برخې یو لوړ پوړي چارواکي برنډن مورفي تېره ورځ په سډني کې خبریالانو ته وویل چې په کروناویروس اخته کسان ښايي تر رسمي شمېرو پنځه او یا لس برابر زیات وي.

XS
SM
MD
LG