د لاس رسي وړ اتصالات

اوس یې وخت دی چې حکومت او طالبان جګړه ختمه کړي- ګوتریس


د ملګرو ملتونو مشر وویل باید ټول د کرونا سره مبارزه وکړي
د ملګرو ملتونو مشر وویل باید ټول د کرونا سره مبارزه وکړي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریس له طالبانو سره خبرو لپاره د افغان حکومت له لوري د مذاکراتي ټیم ټاکل او اعلان ستایلي دي.

ښاغلي کوتریس د جمعې په ورځ اپریل درېیمه (وري۱۵) د طالبانو او افغان حکومت د تخنیکي ډلو ترمنځ د مخامخ خبرو یادونه هم وکړه.

هغه په افغانستان کې د جګړې له ښکیلو غاړو وغوښتل چې د جګړې په ځای دې باید ټول پام د کروناویروس سره مبارزې ته واړوي.

نوموړي زیاته کړه: " په داسې حال کې چې دکروناویروس په –افغانستان- کې خپریږي، زما په باور دا یې وخت دی چې افغان حکومت او طالبان جګړې ودروي. موږ یې بشپړ ننګه کوو."

ښاغلي ګوتریس د کروناویرس چټکې خپرېدا ته په کتو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د جګړې په ټولو ښکېلو غاړو غږ وکړ چې "اوربند وکړي او یوازې دې د کروناویروس په ضد مبارزه وکړي".

نوموړي څه باندې یوه اونۍ مخکې هم دا غوښتنه کړې وه. هغه وویل چې د ملګرو ملتونو شاوخوا ۷۰ غړو، نادولتي ادارو، مدني ټولنو او نورو ادارو د اوربند غوښتنه بدرګه کړې ده.

ښاغلي ګوتریس په خپلو خبرو کې د جګړې په ښکیلو غاړو غږ وکړ چې روغتیايي ډلو او چارواکو ته اجازه ورکړي‌ چې په جګړه ځپلو سیمو کې د کرونا او د دغه ویروس له خطر سره مبارزه وکړي او اړو خلکو ته د بشري مرستو د رسولو مخه ونه نیسي.

د ملګرو ملتونو عمومي‌ منشي‌داسې مهال له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې جګړه ختمه کړي، چې له طالبانو سره بین الافغاني مذاکرات پیل شوي‌نه دي. ټاکل شوې چې په دغو مذاکراتو کې په اوربند باندې هم خبرې وشي.

په افغانستان کې دا مهال شاوخوا ۲۸۵ کسان د کرونا په ویروس اخته دي او شپږ تنه مړه شوي دي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکنس پوهنتون د معلومات په اساس دا ویروس تر دې دمه د نړۍ په ۱۸۱هېوادونو کې خپور شوی، څه باندې ۵۳زره کسان یې مړه کړي‌او شاوخوا یو میلیون نور پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG