د لاس رسي وړ اتصالات

چین په اقتصادي بحران کې ګېر پاکستان ته ۷۰۰ میلیون ډالر پور ورکوي


پاکستان اقتصادي مشکلات
پاکستان اقتصادي مشکلات

د پاکستان د مالیې وزارت نن چهارشنبه فبروري ۲۲ (کب درېیمه) اعلان وکړ چې چین به پاکستان ته ۷۰۰ میلیون ډالر پور ورکوي چې له اقتصادي بحران سره مبارزه وکړي او خپلې مالي زیرمې قوي کړي.

د دغه هېواد د مالي وزیر اسحاق ډار په خپل ټویټر کې لیکلي‌ دي: «تمه ده چې د پاکستان دولتي بانک به دا پور په روانه اونۍ کې ترلاسه کړي.»

پاکستان ته دا پور د چین د پراختیا بانک له لوري ورکول کېږي او تمه کېږي چې د پاکستان مالي ذخېرې به پرې ۲۰ سلنه زیاتې شې.

په همدې حال کې د اسعارو د تبادلې په بازارونو کې تر بل هر وخت اوس د پاکستانۍ کلدارو ارزښت لویدلی دی. په دې وروستیو کې په پاکستان کې یو ډالر په څه باندې ۲۵۵ کلدارو تبادله کېده. حکومت هڅه کوي چې مالي ستونزې حل کاندي او د کلدارو ارزښت هم لوړ کړي.

دا څه موده مخکې د نړیوال وجهي صندوق او پاکستان د حکومت ترمنځ خبرې بې نتجې پای ته ورسېدې، پاکستان چې د نغدو پیسو د سخت کمښت سره مخامخ دی، له دغه صندوق څخه ۱.۱ میلیارد ډالر پور غواړي.

د پاکستان د مالیې وزارت چارواکو په اسلام آباد کې خبریالانو ته ویلي چې د دواړو خواوو تر منځ ځیني نا حل شوي موضوعات شته چې نور بحث ته اړتیا لري.

دې وزارت پرته لدې چې نور جزیات ورکړي، ویلي چې د پیسو نړیوال وجهي صندوق پاکستان ته د ځینو لازمو اقداماتو یو لیست ورکړی او موافقې ته د رسیدو لپاره یې د وخت غوښتنه کړې.

دا خبرې د پاکستان د مالیې، پټرولیمو، برښنا او نورو وزارتونو د چارواکو او آی ام ایف د کار کوونکو تر منځ پدې خاطر کیدې چې اسلام آباد ته د ۶ ملیاردو ډالرو اقتصادي مرستو د جملې نه چې په ۲۰۱۹ کال کې پرې موافقه شوې وه، څه باندې ۱ ملیارد یې ورکړل شي.

خو پاکستان ته د دې پیسو ورکړه پدې خاطر ځنډیدلې چې حکومت د پټرولیمو د بیو په لوړولو، د انرژۍ په سکتور کې د پور د کمولو لپاره د سبسیډي پای ته رسولو او مالیاتو د لوړولو لپاره پخپلو ژمنو کې پاتې راغلی.

د پاکستان صدر اعظم شهبار شریف هیله ښودلې چې د نړیوال وجهي صندوق شرایط به پوره کړي او له دغه سازمان سره یوې موافقې ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG