د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له اویغور مسلمانانو سره د چین چلند "وحشتناک" وباله


چین وايي له افراطیت سره د مبارزې لپاره یې دا مرکزونه جوړ کړي دي
چین وايي له افراطیت سره د مبارزې لپاره یې دا مرکزونه جوړ کړي دي

د امریکا متحدو ایالتونو په چین کې د اجباري کارونو په کمپونو کې د شاوخوا یو میلیون اویغور مسلمانانو ساتل "وحشتناک" بللي او په دې اړه یې د مستقلو پلټنو غوښتنه کړې ده.

د مذهبي ازادیو په چارو کې د امریکا سفیر سام براون بک د دغو کسانو د سملاسې پرېښودلو غوښتنه وکړه.

هغه وویل چې چين د اویغور مسلمانانو، قزاق او نورو مذهبي اقلیتونو سره د روان حالت په اړه د امریکا او نورو هېوادونو اندېښنو ته هېڅ ځواب نه دی ویلی.

نوموړي وویل "موږ دا خبره په ښکاره کړې ده هر هغه څه چې په شین ژیانګ کې پېښیږي، وحشتناک دي."

د یادولو ده چې د چین حکومت تر دې مخکې د ښاغلي براون بک پر داسې څرګندون کلک انتقادونه کړي وو. د چین حکومت تر دې مخکې د شین ژیانګ په ایالت کې د اجباري کمپونو موجودیت رد کړي وو، او ویلي وو چې دا ځایونه د ترهګرۍ، "اسلامي افراطیت" او بیلتون غوښتنې د فکر سره د مبارزې د روزنې لپاره جوړ شوي دي.

د شین ژیانګ والي شهرت ذاکر ویلي دي "د مسلکي زده کړو مرکزونه " او یا د امریکايي چارواکو په وینا اجباري کمپونه به هغه وخت وتړل شي، چې " ټولنه ورته اړتیا ونلري ".

ښاغلي ذاکر ونه ویل چې په دغو ځایونو کې څومره کسان مېشت کړل شوي دي خو دا خبره یې وکړه چې د هغوی شمېر تر یو میلیون ډېر کم دی. هغه وویل چې په دغو کمپونو کې مذهبي فعالیتونه بند دي.

د سپوږمکیو څخه اخیستل شوي تصویرونه ښکاره کوي چې دا ډول مرکزونه د چین په دغه ایالت کې په دې وروستیو کې خورا زیات شوي دي.

امریکا چین د هغو هېوادونو په لست کې شامل کړی دی چې مذهبي آزادي په کې ډېره تر پښو لاندې کیږي.

ښاغلي براون بک خبرداری ورکړ که چین "اصلاحي اقدامات" ونکړي، ښايي امریکا پر چین باندې د احتمالي بندیزونو لګول وارزوي.

XS
SM
MD
LG