د لاس رسي وړ اتصالات

د مسلمانانو اعتراض او د چین د واکمن گوند د ورځپاڼې سخت غبرگون


د چین په شمال لویدیځ کې د ویژو ښار جامع جومات
د چین په شمال لویدیځ کې د ویژو ښار جامع جومات

د چین د واکمن کمونیست گوند یوې ورځپاڼې د یو جومات د نړولو د پلان په وړاندې د مسلمانانو د اعتراضونو په غبرگون کې ویلي چې په چین کې له قانون نه پورته هیڅ دین نشته.

د چین په شمال لویدیځ کې د مسلمان میشته ویژو ښار محلي مقاماتو ویلي دي چې ددې ښار جامع جومات پرته له اجازې پراخ کړای شوی دی او اوس باید ددې جومات ځینې برخې ونړول شي، دې اقدام د چینایي مسلمانانو اعتراضونه راپارولي دي.

د سیمې یو اوسیدونکي د شنبې په ورځ د اې پي خبري اژانس ته وویل چې په چین کې محلي مقامات غواړي ددې جومات د ٩ گنبزو نه اته یې ونړوي.

د چینایي مقاماتو دغه تصمیم ددې سبب شو چې د تیرې پنجشنبې او جمعې په ورځو کې په زرگونو مسلمانان د جومات بهر مظاهره وکړي او د جومات د تخریبولو مخه ونیسي.

د چین په شمال لویدیځ کې د ویژو ښار جامع جومات
د چین په شمال لویدیځ کې د ویژو ښار جامع جومات

خو د چین د واکمن کمونیست گوند ورځپاڼه گلوبل ټایمز د شنبې په ورځ د یوې مقالې په خپرولو سره ویلي دي چې محلي مقامات ددې جومات په نړولو سره پدې هیواد کې د ټولو ادیانو پیروانو ته دا پیغام لیږدوي چې هغوی له قانون وړاندې عمل نشي کولای.

د چین په شمال لویدیځ کې د شین‌ژیانگ سیمه چې غرنۍ او صحرایي سیمې لري شاوخوا ٢٢ میلیونه نفوس لري او د چین زیات شمیر مسلمانان دلته ژوند کوي. ددې سیمې ١١ میلیونه وگړي د ایغور مسلمان لږکي او نور یې ترک نژاده او نور مسلمان اقیلتونه دي.

په چین کې اویغور مسلمانان

پدې ترڅ کې ملگري ملتونه وایي باوري رپوټونه یې ترلاسه کړي چې چین شاوخوا یو میلیون اویغوري مسلمانان په یو ځای کې ساتلي چې توقیف ځای ته ورته دی.

د نژادي توپیر د له منځه وړلو په چارو کې د ملگرو ملتونو د کمیټې غړی گی مک دوگل، وویل چې اټکلونه همداشان ښیي چې چینایي مقامات شاوخوا دوه میلیونه اویغوري اقلیتونه او مسلمانان په سینکیانگ ولایت کې په جبري توگه سیاسي کمپونو ته استولي دي چې د کمونیست گوند په اړه زده کړې وکړي.

د ملگرو ملتونو دغه مقام زیاته کړه چې د مسلمانانو او اویغوریانو په وړاندې دغه ډول اقدامات د دیني سخت دریځۍ او ټولنیز ثبات د ساتلو په بهانې کیږي. چین تر اوسه د ملگرو ملتونو ددغه مقام د څرگندونو په هکله غبرگون ندی ښودلی.

XS
SM
MD
LG