د لاس رسي وړ اتصالات

په چین کې جوړې شوې مسافر وړونکې الوتکې لومړۍ الوتنه وکړه 


چینایي سي ۹۱۹ مسافر وړونکې الوتکه
چینایي سي ۹۱۹ مسافر وړونکې الوتکه

د چین لومړۍ مسافر وړونکې الوتکې د یکشنبې په ورځ می ۲۷ (غبرګولي ۶) پداسې حال کې خپله لومړۍ سوداګریزه الوتنه وکړه، چې بیجینګ هڅه کوي د بوینګ او ایربس په څیر د الوتکو د جوړولو د لویو هوایي شرکتونو سره سیالي وکړي.

د چین د دولتي رسنیو د راپور له مخې، سي-۹۱۹ الوتکه چې د چین د سوداګریز هوايي چلند شرکت لخوا جوړه شوې ده، له شانګهای څخه بیجینګ ته ۱۳۰ مسافر انتقال کړل. دغه الوتنه چې دوه ساعته يې دوام وکړ د ایسترن چين د هوايي شرکت له خوا وه.

د الوتنې په پای کې یو مسافر د چین دولتي رسنۍ ته وویل: "زه په دې الوتکه باور لرم. الوتنه زما له تمې څخه ډیره ارامه وه."

ټاکل شوې چې دغه الوتکه شانګهای ته له راستنیدو وروسته د دوشنبې په ورځ د چین سویل لویدیځ چینګیدو ښار ته بله الوتنه وکړي.

که څه هم د سي-۹۱۹ ډیرې پرزې په چین کې ډیزاین او تولید شوي، د انجن په ګډون د دې الوتکې مهمې برخې، په لویدیځو هیوادونو کې جوړ شوي.

د چین سوداګریز هوايي شرکت پلان لري چې په راتلونکو پنځو کلونو کې هر کال شاوخوا ۱۵۰ سي-۹۱۹ الوتکې تولید کړي.

د سي۹۱۹ الوتکه چې ډیزاین او تولید یې ۱۶ کاله وخت نیولی، د ۵۶۰۰ کیلومتر واټن سفر کولو ظرفیت لري او تر ۱۶۸ مسافرو د لیږد وړتیا لري.

د دې الوتکې لومړۍ ازمایښتي الوتنه په ۲۰۱۷ کې ترسره شوې وه او له هغه وخت راهیسې دې الوتکې څو نورې ازمایښتي الوتنې کړي دي.

د چین سوداګریز هوايي چلند شرکت ویلي چې دوی د څه دپاسه ۳۰ مشتریانو څخه یې ۱۲۰۰ سي۹۱۹ الوتکو د تولید فرمایشونه ترلاسه کړي او د چین ویسټرن ایرلاین، د پنځو الوتکو فرمایش کړی دی.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د رویټرز او اسوشیټیډ پریس له راپورونو څخه کار اخیستل شوی دی.

XS
SM
MD
LG