د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د چین څو میلیارد ډالري پانګونه


دا بند به څو زره میګاواټه بریښنا تولید کړي
دا بند به څو زره میګاواټه بریښنا تولید کړي

پاکستان او چین په رسمي ډول د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د هند اعتراضونو ته په نه ګتو، د اوبو د څو میلیارد ډالري بند پر جوړیدو کار پیل کړ.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د چهار شنبې په ورځ (جولای ۱۴) د پوځ له مشر او په هغه هیواد کې د چین له سفیر سره یوځای د پروژې سیمې ته سفر وکړ څو ددغې تاریخې شیبې هرکلی وکړي.

د "ډامیر باشا" بند د جوړیدو کار ټاکل شوېده په ۲۰۲۸ کال کې بشپړ شي چې مجموعې لګښت یې ۸ میلیارده ډالره ښودل شوی دی. یاد بند به له جوړیدو وروسته ۴۵۰۰ میګاواټه بریښنا تولید کړي.

عمران خان وویل: "دا به د پاکستان دریم ستر بند وي. ګاونډي هیواد چین کې کابو د څه باندې ۸۰ زره بندونو له جملې څخه کابو پنځه زره بندونه جوړ شوي دي."

د چارواکو په وینا، دا بند د بالتستان سیمې د ګلګیت په شمالي برخه کې جوړیږي او د ۶.۵ میلیونه متره مکعبه اوبو د ځایدو ظرفیت به ولري.

هند چې د کشمیر په ډیره برخه حاکمیت لري او د پاکستان په شان یې د مالکیت ادعا یې کوي، له دې پروژې سره مخالفت کړی دی او هغه یې په خپله خاوره تیری بللی دی.

په واشنګټن ډي سي کې د ویلسن سنټر د آسیايي پروګرام مرستیال مایکل کوګلمن د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د چین زیاتیدونکې پانګونه د هند لپاره یو ګزار بولي.

ښاغلي کوګلمن ویلي: "دا اقدامات به د هند او چین په اړیکو کې د جنجال یو بل مورد هم زیات کړي، هغه اړیکې چې اوس د تیرو څو لسیزو په بنست خرابې دي."

بیجینګ تیره میاشت، د چین او پاکستان د اقتصادي کرویډور د موافقتنامې له مخې د څلورو میلیاردو ډالرو په ارزښت په کشمیر کې د بریښنا د دوو بندونو د جوړیدو لپاره هم قرار داد لاسلیک کړ.

پاکستان او چین چې دواړه د هند سره سرحدي لانجې لري د اقتصادي پروژو او پانګونو په وجه یې اړیکې نورې هم غښتلي شوې دي.

XS
SM
MD
LG