د لاس رسي وړ اتصالات

بېجینګ او اسلام‌آباد افغانستان کې د تاوتریخوالي په کمېدو ټینګار کړی


د افغانستان حکومتي چارواکي وايي چې د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په موخه د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزارتونو معینانو د ویډيو کنفرانس له لارې مجلس کړی دی.

دغه غونده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په نوښت جوړه شوې وه، په ترڅ کې یې د یادو هېوادونو ترمنځ د مشترکو همکاریو په اړه خبرې شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د سه شنبې په ورځ [جولاۍ ۷مه] په کابل کې خبریالانو ته ویلي چې د غونډې برخه والو د افغانستان د سولې بهیر، د بندیانو تبادلې، له کروناویروس سره مبارزې او په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه مفصل بحث کړی دی.

هېواد وايي چې چین او پاکستان د افغانستان د حکومت په مشرۍ د سولې له بهیر نه ملاتړ کوي. ددغه حکومتي چارواکي په وینا بیجینګ او اسلام آباد د سولې مذاکراتو پر ژر پیل کېدو، د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي پر کمېدو او بلاخره د اوربند پر نافذ کېدو ټینګار کوي.

هېواد زیاته کړه:"چین او پاکستان د سولې خبرو د ژر پیل کېدو په موخه د افغان حکومت لخوا د طالب بندیانو له آزادولو هرکلی وکړ او له طالبانو څخه یې هیله وکړه څومره ژر چې کېږي د تاوتریخوالي کچه دې راټیټه کړي."

د معلوماتو له مخې، د غونډې برخه والو د افغانستان پاکستان او چین ترمنځ د امنیتي همکاریو د تړون پر عملي کېدو چې په ۲۰۱۸ کال کې لاسلیک شوی، ټينګار کړی دی.

د افغانستان حکومت پدې وروستیو کې د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په خاطر یو لړ هڅې پیل کړي دي.

تېره ورځ د سولې خبرو د ژر پیل کېدو په موخه د یو شمېر هېوادونو له استازو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وشوې.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس، ټاکل شوې د راتلونکي پنجشنبې په ورځ درېیمه ورته غونډه د ملګرو ملتونو، ناټو او ځېنو نورو هېوادونو د استازو په ګډون جوړه شي.

ولسمشر محمد اشرف غني پرونۍ غونډې ته ویلي چې په دې وروستیو کې د طالبانو بریدونه زیات شوي‌ او که "طالبان جګړه روانه وساتي، د سولې هلې ځلې له جدي ستونزو سره مخامخیږي."

XS
SM
MD
LG