د لاس رسي وړ اتصالات

چین: اسرائیل باید د غزې اوسیدونکو ته د ډله ایزې سزا له ورکولو لاس واخلي


د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي

د چين د بهرنيو چارو وزير نن د اکتوبر په ۱۵ مه (تلې ۲۳) وويل، په غزه کې د اسرائيل کړنې د ځان د دفاع له حده بهر دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د وانګ یي له قوله لیکلي چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر شهزاده فیصل بن فرحان سره یې د ټیلیفوني خبرو په ترڅ کې ویلي، "د اسرائیل حکومت باید د غزې اوسېدونکو ته د ډله ییزې سزا له ورکولو لاس واخلي."

اسرائیل په داسې حال کې چې غزه په بشپړه توګه محاصره کړې او حتی دې سیمې ته یې د اوبو او خوراکي موادو انتقال بندي کړي، د غزې اوسیدونکو ته یې خبرداری ورکړی چې د ځمکنیو عملیاتو له پیل مخکې د غزې له شمال څخه ووځي. د بشري حقونو ډلې وايي، له غزې د څه باندې یو میلیون اوسېدونکو وتل به د بشري ناورین لامل شي.

وانګ يي وويل اسرائيل بايد د نړيوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو د سرمنشي غوښتنو ته غوږ ونيسي. د غزې ساحلي، ځمکنۍ او هوايی پولې چې ۲،۳ میلیون نفوس لري، له ۲۰۰۶ کال راهیسې د اسرائیل له خوا د محاصرې لاندې دي.

د حماس ډلې د هر اړخیز برید په کولو سره، په اسرائیل کې له ۱۳۰۰ څخه ډیر کسان ووژل او تل ابیب یې په غبرګون کې بریدونه پیل کړل او تر اوسه یې په غزه کې له ۲۳۰۰ څخه ډیر خلک وژلي دي. په دغو جګړو کې اکثره وژل شوي کسان ملکي وګړي وو.

وانګ يي، خپل سعودي سيال ته وويل چې هيڅ لوري بايد داسې ګامونه پورته نه کړي چې وضعيت لاپسې کړکېچن کړي او ټول اړخونه دې ژر تر ژره د خبرو اترو مېز ته راشي.

دغه لوړپوړي چینايي دپلوماټ پرون د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل چې واشنګټن "باید په دغه کړکېچ کې رغنده او مسؤلانه رول ولوبوي. "

هغه له واشنګټن څخه وغوښتل چې ژر تر ژره د سولې یوه نړیواله غونډه جوړه کړي څو یوې پراخې اجماع ته ورسېږي.

تر اوسه پورې د چين حکومت د تاوتريخوالي په غندلو کې د حماس ډلې ته اشاره نه ده کړې چې ځينو لويديځو چارواکو پرې نیوکه کړې ده.

د چین دولتي ټلویزیوني شبکې نن خبر ورکړ چې د دغه هېواد ځانګړی استازی به راتلونکې اونۍ منځني ختیځ ته سفر وکړي او د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د اوربند او د سولې د خبرو د پرمخ بیولو لپاره به کار وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG