د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان د اسرائیل سره د اړیکو عادي کولو بهیر وځنډاوه - سرچینې


یوې سرچینې د فرانس پرس اژانس ته ویلي چې سعودي عربستان له اسرائیل سره د اړیکو عادي کولو خبرې وروسته له هغې وځنډولې چې اسرائیلي پوځ د غزې په تړانګه کې له یوې اوونۍ راهیسې بریدونه پیل کړل او د سیمې اوسېدونکو ته یې د وتلو لپاره ضرب الاجل وټاکه.

حماس د اکټوبر په اوومه په اسرائیل باندې یو پراخ برید وکړ، چې په پایله کې یې د بهرنیو اتباعو په ګډون لږ تر لږه ۱۳۰۰ کسان ووژل شول.

اسرائیل هم په یو غچ اخیستونکي اقدام کې پر غزې هوايي او راکټي بریدونه پیل کړل چې تر اوسه د غزې په شمال کې پدې بریدونو کې ۲۲۱۵ کسان وژل شوي دي. په بریدونو کې تر اوو زرو زیات کسان ټپیان شوي هم دي.

یوې باخبرې سرچینې فرانس پرس اژانس ته ویلي چې سعودي ددې خبرو د ځنډولو پرېکړه کړې او امریکايي چارواکو ته یې هم خبر ورکړی.

دا خبر په داسې حال کې خپور شو، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سیمې ته د خپل شپږ ورځني سفر په ترڅ کې ټاکل شوې نن د شنبې په ورځ له خپل سعودي سیال سره وویني.

سعودي عربستان چې د اسلام تر ټولو مقدس ځای په کې موقعیت لري، هېڅکله یې اسرائیل په رسمیت نه دی پېژندلی او په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړتوب د ابراهیم په موافقه کې یې هم برخه نه ده اخیستې. خو د متحده عربي اماراتو، بحرین او مراکش په ګډون د خلیج نورو هېوادونو له اسرائیل سره خپلې اړیکې عادي کړې دي.

د امریکا د ولسمشر جوبایډن ادارې په وروستیو میاشتو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي چې سعودي عربستان هم ورته اقدام وکړي.

د سعودي عربستان ولیعهد او د شاهي دولت اصلي واکمن محمد بن سلمان له اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو په خاطر شرطونه ایښي دي چې له واشنګټن څخه امنیتي ضمانت او د ملکي اټومي پروګرام پراختیا د ریاض له شرایطو څخه دي.

محمد بن سلمان تېره میاشت د امریکا د فاکس نیوز تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل چې، "موږ هره ورځ یوې هوکړې ته نږدې کېږو"، خو په عین حال کې یې ټینګار وکړ چې د فلسطین مسله د ریاض لپاره ډېره مهمه موضوع ده.

محمد بن سلمان وویل: "موږ اړ یو چې د فلسطین مسله حل کړو. موږ اړتیا لرو چې د فلسطینیانو ژوند اسانه کړو."

د اسرائیل او حماس ډلې تر منځ د جګړې له پیلېدو مخکې هم ډېرو شنونکو فکر کاوه چې د سعودي عربستان او اسرائیل ترمنځ د اړیکو عادي کېدل ناشوني دي.

د سعودي د چارو کارپوه هشام الغنام وايي: "د شاهي دولت او اسرائيل ترمنځ [د اړیکو] عادي کېدل د امريکا نوښت او پروژه ده چې شاهي دولت يې هرکلى کړی، پدې صورت کې چې امريکا د اسرائيل او فلسطينيانو ترمنځ د شخړې د حل لپاره د يوې موافقې وړانديز وکړي چې فلسطینیان یې ومني."

د منځني ختیځ لپاره د کړکېچ د نړیوالې ډلې مشر جوست هیلټرمن وايي، اسرائیل په حقیقت کې له فلسطینیانو سره داسې یوې موافقې ته تیار نه و چې لږ تر لږه د دوی اړتیاوې پوره کړي.

هغه زیاته کړه د اسرائیل اوسنیو حالاتو ته په پام سره هیڅ عرب هیواد نه غواړی له اسرائیل سره په جدی ډول تعامل وکړی.

د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې چې د تېرې شنبې په ورځ پیل شوه، سعودي عربستان د فلسطینیانو بې ځایه کېدل غندلي او په فلسطینی بې دفاع ملکي وګړو یې حملې په کلکو ټکو غندلې دي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فصیل بن فرحان هم د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره له کتنې وروسته په غزه کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې سختې نیوکې کړې دي.

بن فرحان په غزه کې د وضعیت د خورا سخت بیانولو په ترڅ کې وویل چې په دواړو خواو کې – اسرائیل او د غزې په تړانګه کې - ملکي وګړي تر ټولو ډیر زیانمن کیږي.

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير ټينګار وکړ چې په اوسنيو شرايطو کې د ملکي وګړو د زيات زيان د مخنيوي لپاره اړينه ده چې د جګړې د کمولو لپاره په چټکۍ سره لارې چارې ولټول شي . سوله باید ژر تر ژره تامین شي، یا لږ تر لږه جګړه باید ودرول شي، بیا بشري ستونزې حل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په غزه کې د خوندي سیمو د رامنځته کولو او د دې سیمې د خلکو لپاره د بشري مرستو د یو دهلیز پر جوړولو ټینګار وکړ. دغه جګپوړي امريکايي دپلومات ټينګار وکړ چې هيڅوک نه غواړي چې ملکي وګړي په غزه، اسرائیل او يا بل کوم ځای کې ورنځیږي او له ستونزو سره مخ شي.

د سعودي رسنیو د راپورونو له مخې په وروستیو ورځو کې ریاض هڅه کړې چې د غزې د روان وضعیت په اړه د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي په ګډون د سیمې له مشرانو سره خبرې وکړي.

د سعودي عربستان دولتي ټلویزیون خبر ورکړی، چې محمد بن سلمان د ایران له ولسمشر سره د غزې او د هغې د شاوخوا سیمو د پوځي وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

دا په تېرو اوو کلونو کې د ریاض او تهران د چارواکو ترمنځ لومړنۍ ټیلیفوني اړیکه وه.

ایران او سعودي عربستان د روان کال په مارچ میاشت کې د چین په منځګړتوب خپلې اړیکې بیا پیل کړې او بالاخره دواړو هېوادونو په تهران او ریاض کې خپل سفارتونه او قونسلګرۍ بېرته پرانیستې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG