د لاس رسي وړ اتصالات

چین د تایوان سره پر همکارو شرکتونو بندیز لگوي


په تایوان کې پوځي تمرینونه
په تایوان کې پوځي تمرینونه

چین وایي په ټولو هغو امریکایي شرکتونو بندیز لگوي چې تایوان باندې وسلې او پوځي تجهیزات پلوري.

دغه څرگندونې وروسته له هغې کیږي چې امریکا د دوه میلیارد ډالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو د اخیستلو په اړه د تایوان وړاندیز ومنلو.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د امریکا له لورې پر تایوان باندې د وسلې خرڅلاو د چین ملي حاکمیت او امنیت گواښي.

پدې ترڅ کې پر تاویان باندې د امریکایي وسلو د پلورلو په غبرگون کې لوړپوړي چینایي دپلومات وانگ یي د جمعې په ورځ (چنگاښ ٢١) هنگري ته د سفر پر وخت وویل چې "مونږ د امریکا د متحده ایالاتو غواړو چې د تایوان د مسلې ثقل درک کړي...(او) ددې مسلې په هکله د اور سره لوبې ونکړي".

د امریکا د دفاع وزارت د دفاعي امنیت د همکارۍ ادارې پدې وروستیو کې وویل چې په دغو پوځي تجهیزاتو کې چې ټاکل شوې پر تایوان وپلورل شي، ۱۰۸ ټانکونه، ۲۵۰ د الوتکو ضد سټنگر راکټونه او ١٥٠٠ ټانک ضد راکټونه شامل دي.

تایوان په کال ۱۹۴۹ کې له چین جلا شو، خو بیجینگ دغه خپلواکه جزیره لا هم خپله خاوره گڼي.

د امریکا متحده ایالات سره له دې چې تایوان د یو خپلواک هیواد په توگه په رسمیت نه پیژني، خو د هغې دفاعي ملاتړ ته ژمن دي.

تایوان د خپلو وسلو یوه عمده برخه د امریکا متحده ایالاتو په مرسته برابروي.

XS
SM
MD
LG