د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ پر چینايي محصولاتو د میلیاردونو ډالرو تعرفي لګولو ګواښ وکړ


ټرمپ پر چینايي محصولاتو د میلیاردونو تعرفي لګولو ګواښ وکړ
ټرمپ پر چینايي محصولاتو د میلیاردونو تعرفي لګولو ګواښ وکړ

د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ نن پنجشنبې د (جون په ۶ نیټه) یوځل بیا پر چینايي محصولاتو د ۳۰۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت د تعرفو د لګولو ګواښ وکړ.

ښاغلي ټرمپ که څه هم دا روښانه نکړه چې دا تعرفې به پر کومو چینايي محصولاتو وضع کیږي خو هغه وویل چین او مکسیکو غواړي چې له امریکا سره د خپلو تجارتي لانجو لپاره هوکړې ته ورسیږي.

ډانلډ ټرمپ وویل:" له چین سره زموږ په خبرو کې ډیر په زړه پورې شیان رامنځ ته کیږي. وبه ګورو څه کیږي. کولای شم حد اقل درې سوه میلیارده ډالره نور هم لوړ کړم. زه به دا کار مناسب وخت کې وکړم."

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګینګ شوانګ ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایاد پر تایوان به د دوو میلیاردو ډالرو په ارزښت د امریکا له خوا د وسلو پلور د چین او امریکا پر تجارتي اړیکي اغیز وکړي وویل: " زه یو ځل بیا غواړم چې امریکا هر څومره ژر وضعیت درک کړي او سمه لاره غوره کړي او چین سره خبري وکړي."

د چین د تجارت وزارت یو ویاند گاو فینګ وايي په نږدې راتلونکې کې به د غیر اعتماد وړ بهرنیو کمپنیو لست خپور کړي.

ښاغلي فینګ وویل: " د امریکا له خوا د فشار راوستل، نورو برخو ته د تجارت د جنجال د غځیدو لامل کیږي. دا ټول د چین او امریکا په تجارتي خبرو کې د ځنډ لامل کیږي. مسولیت ټول د امریکا په غاړه دی. هر چا چې جنجال پیل کړی باید پای ته یې ورسوي."

د لست د جوړیدو پریکړه تیره اوونۍ وشوه او علت یې متحدو ایالتونو هغه اقدام ته ځواب دی چې غواړي د یاد هیواد مخابراتي کمپنۍ واوي د ټکنالوژۍ د معنوي مالکیت د غلا او د ایران له تحریمونو څخه د سړغړونی له امله په تور لست کې شامله کړي.

XS
SM
MD
LG