د لاس رسي وړ اتصالات

شانهن: واشنګټن د چین رفتار له پامه نه غورځوي


د امریکا د متحده ایالتونو د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شانهن ویلي چې واشنګټن به د چین رفتار له پامه ونه غورځوي.

د متحدو ایالتونو د دفاع سرپرست وزیر دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې چین په دې وروستیو کې د چین په جنوبي اوبو کې پرمختللي نظامي تجهیزات ځای پرځای کړي دي.

ښاغلي شانهن چې نن شنبه د ( جون په ۱ ) نیټه په سنګاپور کې د شانګریلا په امنیتي کنفرانس کې خبري کولې، د هندو – پاسفک یا د هند او آرام سمندر په سیمه کې د واشنګټن د تعهد په اړه ډاډ ورکړ.

پتریک شانهن زیاته کړه هیڅ هیواد نشي کولای پر دې سیمه ولکه ولري.

د چین حکومت ددې حرګندونو په غبرګون کې ویلي" پتریک شانهن ناسمه نظریه ورکړې او د تایوان او د چین د جنوبي اوبو په اړهیې یې زړه نظریه تکرار کړی ده."

د چین حکومت زیاته کړې د تایوان او د چین د جنوبي اوبو په اړه د متحدو ایالتونو اقدامات په سختي سره کولای شي په سیمه کې د ثبات لپاره شرایط مساعد کړي.

د چین د دفاع وزارت مرستیال شاو یونګ مینګ وویل، که هر څوک وغواړي چې تایوان له چین څخه جلا کړي د چین پوځ به په هره بیه چې کیږي د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي.

XS
SM
MD
LG