د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو سره خبرې به د "کابل پروسې" له لارې کیږي- موسی زی


چین کې د افغانستان سفیر جانان موسی زی
چین کې د افغانستان سفیر جانان موسی زی

د چین حکومت ویلي چې د شانګهای د همکاریو سازمان په افغانستان کې د بیا پخلاینې پروسې ته لومړیتوب ورکوي.

په چین کې د افغانستان سفیر جانان موسی زی وایي د شانګهای د همکاریو کنفرانس ټول ګډونوال د افغانستان امن کیدل د سیمې د ثبات په ګټه ویني او د همکارۍ ژمنې يي وکړې.

جانان موسی زي د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل دا مهم اصل دی چې د طالبانو سره د سولې هرډول خبرې به د "کابل پروسې" له لارې کیږي چې د شانګهای د غړو په شمول، نړیوالې ټولنې يي ملاتړ کړې دی او د افغانستان دولت د سولې د تامین دپاره متعهد دی.

طالبانو د کوچتي اختر په درې ورځو کې اوربند اعلان کړې
طالبانو د کوچتي اختر په درې ورځو کې اوربند اعلان کړې

موسی زي وویل د افغان طالبانو سره هرډول مذاکرات به د افغان دولت په مشرۍ کیږي او مخکې له مخکې شرطونه به نه ایښودل کیږي. ښاغلي موسی زي وویل د اساسي قانون تعدیل چې د قانون په میکانیزم کې مطرح دی، او په افغانستان کې د بهرنیوځواکونو مسله د بین الافغاني مذاکرو یوه برخه به وي چې افغانان پری هروخت خپل منځ کې بحث کولې شي.

موسی زي وویل په مذاکراتو کې به داسی هیڅ تصمیم ونه نیول شي چې د ښځو په شمول، دافغانستان د ټولو اتباعو حقوق او ترلاسه شوې لاسته راوړنې زیانمنې کړي.

په ورته وخت کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د چین د دولتي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، د افغانستان ګاونډیان چې اکثره یې د شانګهاي د همکاریو سازمان غړي دي، کولی شي په افغانستان کې د بیا پخلاینې له بهیر سره مرسته وکړي.

وانګ یې د افغان حکومت او افغان طالبانو ترمنځ د اوربند اعلان ته په اشارې وویل چې اوس ټولې خواوې دې نتیجې ته رسیدلي چې د افغانستان مسله په ښه توګه حل کیدای شي.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د شانګهای د همکاریو سازمان په اتلسمه سرمشریزه غونډه کې وویل، اسیا د پرمختګ په حال کې ده او د شانګهای د همکاریو سازمان یوه داسې فضا رامنځته کړې ده چې افغانستان کولای شي د بین‌المللي تروریستي ډلو او بین المللي جرمي ګروپونو په ضد مبارزه ګړندۍ او همغږي کړي.

د شانګهای کنفرانس کې د افغانستان د امن کیدو ژمنه وشوه
د شانګهای کنفرانس کې د افغانستان د امن کیدو ژمنه وشوه

د شانګهای د همکاریو، د طالبانو سره د سولې خبرو او د مذاکرو د پرمختګ دپاره په احتمالي شرطونو، په چین کې د افغانستان د سفیر جانان موسی زي د سید سلیمان اشنا څو پوښتنې ځواب کړي، او دلته يي لیدلی شئ:

جانان موسی زی
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:15 0:00

XS
SM
MD
LG