د لاس رسي وړ اتصالات

چین: د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې یو اړخیز بندیزونه لري شي


د چین د بهرنیو چارو وزیر
د چین د بهرنیو چارو وزیر

د چین د بهرنیو چارو وزیر د جي-۲۰ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په انلاین غونډه کې د طالبانو تر نظام لاندې افغانستان باندې د اقتصادي بندیزونو د ختمېدو غوښتنه وکړه.

دوی وویل چې له دې لارې په افغانستان کې د اقتصادي نظام د پاشل کېدو مخه کیدای شي.

وانګ یي په دې کنفرانس کې چې د ملګرو ملتونو د سرمشریزې په څنډه کې جوړ شوی وو وویل، جي-۲۰ باید د نړیوالو اقتصادي همکاریو د مخکښ په توګه، په افغانستان کې موثره ونډه ولوبوي. هغه وویل:" په افغانستان دې ټول یو اړخیز بندیزونه او محدودیتونه باید لري شي."

په افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته د افغانستان په میلیاردونو ډالره پانګه په بهر کې کنګل شوه او نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق هم پراختیايي منابعو ته د افغانستان لاسرسی بند کړ.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل:" د افغانستان بهرنۍ تبادلاتي زیرمې د هغه هیواد ملي شتمنۍ ګڼل کیږي او باید افغانان پرې مالکیت ولري او مصرف یې کړي، نه دا چې پر افغانستان د سیاسي فشار او بحثونو په توګه وکارول شي."

د امریکا متحده ایالتونو او د نړۍ نورو هیوادونو له طالبانو سره له هر ډول مستقیم تعامل مخکې له دې ډلې غوښتې دي چې د همه شموله حکومت د جوړیدو، د اقلیتونو او میرمنو په ګډون بشري حقونو ته د درناوي او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو د بندیدو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

خو د طالبانو په سرپرسته کابینه کې یوازې د هغوی جګپوړي مشران لیدل کیږي چې اکثریت د یوه قوم دي او اقلیتونه او میرمنې پکې ګډون نلري. د طالبانو دا کار د ګڼ شمیر هیوادونو له مخالفت سره مخ شوی دی.

له دې سره سره، د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې د طالبانو سرپرسته کابینه به په تدریج سره" پراخ او همه شموله سیاسي جوړښت" رامنځ ته کړي چې د هغه په وینا په دې کې به د اقلیتونو، میرمنو او ماشومانو اساسي حقونو ته درناوی" وشي.

پر هغه څه چې د چین دې جګپوړي دیپلومات د جي ۲۰ په غونډه کې ټینګار وکړ ، هغه له نړیوالو ترهګرو ډلو سره د رابطې بندیدل او د هغوی په وړاندې مبارزه وه.

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم له اسوشیټد پرس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي‌ دي ‌له دې چې طالبان د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته لبیک ووایي، هغوی ته باید د انکشافي، اقتصادي او بیارغونې د هڅونکو مرستو زمینه مساعده شي.

ښاغلي قریشي همدارنګه له امریکا متحده ایالتونو، د پیسو له نړیوال صندوق او نورو هیوادونو غوښتي دي چې د افغانستان کنګل شوي شتمنۍ ډیر ژر ازاده کړي څو د هغه په وینا، په یاد هیواد کې حالت عادي شي.

له دې مخکې، د بښنې نړیوال سازمان ، د بشري حقونو نړیوال فدراسیون او له ځورونې سره د مبارزې نړیوال سازمان د یوه راپور په خپرولو سره ویلي دي چې طالبان د بشري حقونو او تیرو شلو کلونو لاسته راوړنو د له منځه وړلو لپاره هیڅ فرصت له لاسه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG