د لاس رسي وړ اتصالات

چین: له طالبانو غواړو چې له ترهګریزو سازمانونو سره روابط وشلوي


چین وایي هیله من دی چې افغانستان د یوه "ازاد او همه شموله" سیاسي جوږښت په اړه د نړیوالې ټولنې توقعات په پام کې ونیسي.

چینایي‌ چارواکو دغه څرګندونې د چهار شنبې په ورځ ، سپټمبر ۱ ( وږې لسمه) د هغو راپورونو تر خپریدو وروسته وکړې چې ویل کیږي طالبان به د راتلونکې جمعه د نوې حکومت جوږښت اعلان کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبن یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې له ترهګرۍ سره روابط وشلوي او په یووالي کې له ګاونډیو هیوادونو سره ژوند وکړي.

ښاغلي وانګ وینبن وویل:" چین هیله من دی چې ټول افغان اړخونه د خپلو خلکو او نړیوالې ټولنې هیلو ته عاجل ځواب ووایي، یو ازاد او همه شموله سیاسي جوړښت رامنځ ته کړي، یوه منځلاره باثابته کورنۍ او بهرنۍ پالیسي تعقیب کړي او له ترهګریزو سازمانونو سره روابط وشلوي او له ټولو هیوادونو په ځانګړې ډول له ځپلو ګاونډیو سره په یووالي کې ژوند وکړي."

ښاغلي وینبن د افغانستان او چین اړیکي دوه اړخیزي وښودې او ټینګار یې وکړ چې بیجینګ د افغانستان له سوله ایزې بیارغونې څخه ملاتړ کوي.

چین له افغانستان سره په واخان په لرې پرته سیمه کې لنډه پوله لري او تل د هغه هیواد سینکیانک سیمې ته د سخت دریځو اسلامپالو د احتمالي ورتګ په اړه اندیښنه لري.

د طالبانو مشرتابه د دولت د جوړیدو په ګډون د مختلفو موضوعګانو په اړه له درې ورځنیو خبرو او بحثونو وروسته ټاکل شوې چې ډیر ژر د افغانستان نوی دولت اعلان کړي.

کابل کې د طالبانو د فرهنګي کمیسیون مرستیال احمدالله وثیق وايي، چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوند په مشرۍ د طالبانو مشرتابه شورا له افغانستان څخه په بشپړ ډول د امریکايي سرتیرو د وتلو په ګډون په یو شمیر مسلو چې د نوي حکومت جوړیدل هم په کې شامل دي په کندهار کې ددغې شورا په درې ورځنیو غونډو کې په تفضیل خبرې کړي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پخواني مشر سید محمد طیب اغا په یو لیک کې د طالبانو له مشر غوښتي، چې په نوي حکومت کې دي د انحصار پرځای د اسلامي امارت څخه بهر نورو په کارپوه مسلکي افغانانو ته هم ځای ورکړي او یو داسې حکومت دې جوړ کړي، چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي.

بلخوا د سیاسي چارو کارپوهان وايي طالبانو ته په کار دي، چې په حکومت کې په کارپوه مسلکي افغانانو ته هم ځای ورکړي.

XS
SM
MD
LG