د لاس رسي وړ اتصالات

چین او افغانستان د همکاریو درې سندونه لاسلیک کړل


چین او افغانستان د امنیت، کورجوړولو او معارف په برخو کې همکارۍ کوي
چین او افغانستان د امنیت، کورجوړولو او معارف په برخو کې همکارۍ کوي

د چین د جمهوررئیس مرستیال لي یان چاو، نن د یو لوړپوړې پلاوي په مشرۍ په یو رسمي سفر کابل ته راغلی دی.

چین د جمهوررئیس مرستیال لي یان چاو، کابل ته د رارسیدو لږ وروسته په ارګ کې د جمهوررئیس محمد اشرف غني سره یو ځای د افغان حکومت او چین د چارواکو ترمنځ د دریو سندونو د لاسلیک په وخت حاضر شول او د رسنیو پر وړاندې یې لنډې خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني د چین د جمهوررئیس مرستیال ته د ښه راغلاست پر وخت وویل چې کابل ته د لي یان چاو پر مشرۍ د چین د پلاوي سفر د افغانستان او چین ترمنځ د همکارۍ یو ښه قدم او سمبول دی.

جمهوررئیس غني د افغان حکومت او د چین د چارواکو ترمنخ د دریو سندونو د لاسیلک په باب په خپلو خبرو کې وویل چې دغه درې سندونه د افغانانو د ژوند د ښه کیدلو لپاره مهم سندونه دي.

ښاغلي غني وویل " اول سند زمونږ د خلکو د فزیکي امنیت په هکله دی، دا سکینرونه به د کابل خلک ډاډه کړي چې کوم ماشین الات او موټري چې دغه ښار ته راځي د پولیسو او ملي امنیت له خوا به څارل کیږي".

جمهوررئیس غني دوم سند د ۵۰۰ میلیونو چینایي یانو سند یاد کړوې ویل چې په دغو ۷۹ میلیونو امریکایي ډالرو معادل پیسو به په کابل کې لس زره کورنه جوړ شي چې په لومړي سر کې به د افغان پوځ، پولیسو او ملي امنیت هغو کارکوونکو کورنیو ته ورکړل شي چې په جګړو کې وژل شوي دي.

جمهوررئیس غني دریم سند د چین له خوا افغانستان ته د ۵۰ نوو تحصلي بورسونو برابرول وښودل وې ویل چې دا بورسونه د هغو ۳۰۰۰ بورسونو سربیره دي چې تیرکال چین افغانستان ته برابر کړي دي.

دمخه معلومات

افغان حکومت ته نږدې سرچیني وایی چې د چین د جمهوررئیس مرستیال لي یان چاو ، د یو عالي رتبه پلاوي په مشرۍ نن د سه شنبې په ورځ کابل ته په یو رسمي سفر راغلی دی.

ټاکل شوې چې د چین د جموررئیس مرستیال به په کابل کې خپل دغه رسمي سفر په وخت د افغانستان د جمهوررئیس محمد اشرف غني او د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره ګدې او جلا غونډې هم ولري.

د افغانستان په اجرائیه ریاست کې یو چارواکي امریکا غږ ته وویل چې ټاکل شوې د اجرائیه رئیس عبدالله سره د چین د جمهوررئیس مرستیال له غرمې وروسته لیده کاته وکړي.

ښاغلي عبدالله عبدالله د ټویټر په خپله پاڼه لیکلي دي چې افغانستان نن د چین د جمهوررئیس د مرستیال لي یان چاو په مشرۍ د یو عالي رتبه چينایي پلاوي کوربه دی.

ښاغلي عبدالله لیکلي دي" نن مونږ په کابل کې د افغانستان او چین د ملګرتوب شپیتمه کالیزه لمانځو او مونږ ښاغلي لي یان چاو ته ښه راغلاست وایو ".

افغانستان ته د چین د جمهوررئیس د مرستیال لي یان چاو، د سفر خبر تیره اونۍ د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي ولسي جرګې ته د وینا په وخت وکیلانو ته ورکړ او افغانستان ته یې د هغه راتګ افغان حکومت ته یوه لویه لاس ته راوړنه وګڼله.

ښاغلي حکیمي وویل "تاسو خبر یاست چې د راتلوونکي یوې اونۍ په موده کې پخپله د چین د جمهوررئیس مرستیال افغانستان ته یو رسمي سفر لري، چې دا پخپله یو لویه لاس ته راوړنه ده چې په تعقیب یې دوه ورځې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر راځي".

چین افغانستان سره د بدخشان په ولایت کې ګډ سرحد لري.

په اوږدو کلونو کې لي یان چاو د چین ترټولو لوړپوړې چارواکی دی چې افغانستان ته په رسمي سفر ورځي.

XS
SM
MD
LG