د لاس رسي وړ اتصالات

له ځانمرګي برید وروسته 'چین پاکستان څخه خپل استادان ور بللي'


په پاکستان کې د چین فرهنګي انستیتوت
په پاکستان کې د چین فرهنګي انستیتوت

له پاکستان څخه راپورونه وايي‌ چې په کراچۍ کې د چین د یو فرهنګي انستیتوت په استادانو باندې د بلوڅ د بیلتون غوښتونکو له ځانمرګي برید وروسته، دغه هېواد له پاکستان څخه خپل استادان بېرته وربللي دي.

د اپریل په ۲۶ نېټه په کراچۍ کې د چین د «کنفوشیس انستیتوت» د استادانو په موټر ځانمرګي برید کې درې چینايي استادان ووژل شول. د برید مسئولیت «بلوڅ ازادۍ ځواک» ومانه او وویل چې برید یوې ښځې کړی.

د پاکستان خبري رسنۍ «جیو» راپور ورکړی دی چې له دغه برید وروسته چین له ټول پاکستان څخه د خپلو استادانو د اېستلو پرېکړې کړې ده.

دغې رسنۍ د «کنفوشیس انستیتوت» د مشر ډاکټر ناصرالدین له خولې لیکلي دي: « يوازې د کراچۍ پوهنتون څخه نه، بلکې د ملک د نورو پوهنتونونو نه هم چينايي استادان بيرته چين ته بلل شوي دي.»

په کراچۍ کې د «ان اي ډي» پوهنتون مشر سروش حشمت لودهي د امریکا غږ ډیوې څانګې ته منلې چې له دغه پوهنتون څخه چینايي استادان وتلي دي.

نوموړي‌ وویل د چین د کونسلګرۍ دغو استادانو پسې موټرونه استولی وو. هغه زیاته کړه: «۱۴ چينايي استادان وو، په دوی کې به اتو يا لسو په ان اي ډي پوهنتون کې درسونه ورکول. کله چې دا پېښه [ځانمرګی برید] وشوه، دوی ټول ان اي ډي پوهنتون ته راغلل او تېر ماښام مونږ ته معلومه شوه چې هغوی ځي، د کونسلېټ [کونسلګرۍ] ګاډي راغلي او هغوی پکې تللي دي.»

نوموړي‌ وویل چې دغو استادانو به سلګونو پاکستاني‌ زده کوونکو ته چینايي ژبه او فرهنګ ښودل.

په چینايي استادانو له ځانمرګي برید وروسته د «بلوڅ ازادۍ ځواک» په پاکستان کې په چینایانو باندې د نورو بریدونو خبرداری هم ورکړی و.

چین په پاکستان کې په لویو اقتصادي‌ پروژو کې د خیل دی او بلوڅ بیلتونپاله ادعا لري‌ چې د پاکستان حکومت د دوی د سیمو طبعي زېرمې سپړي او د دوی حقونه نه ورکول کېږي، خو د پاکستان حکومت دا ادعا ردوي.

د راپورونو په اساس په پاکستان کې د چین شاوخوا پنځه فرهنګي‌ انستیتوتونه شته او د «پاکستان-چین فکري انستیتوت» په حواله دا مهال د ۲۶۰۰۰ او ۳۰۰۰۰ ترمنځ‌ محصلین چینايي ژبه زده کوي او د چین له دود او دستور سره ځانونه اشنا کوي.

دا لومړی ځل و چې په پاکستان کې په چینايي استادانو ځانمرګی برید وشو.

د پاکستان او چین حکومتونو تر دې دمه په رسمي ډول له پاکستان څخه د دغو استادانو د وتلو او اېستل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG