د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې 'یوې ښځې په چینایانو ځانمرګی' برید کړی او لږ تر لږه څلور تنه یې وژلي


راپورونه وايي چې په موټر کې شاوخوا لس تنه ناست وو
راپورونه وايي چې په موټر کې شاوخوا لس تنه ناست وو

په پاکستان کې پولیس چارواکي وايي د کراچۍ پوهنتون چینايي انستیتوت ته نژدې په یو موټر باندې «ځانمرګی» برید شوی او لږ تر لږه څلور تنه یې وژلي چې درې یې چینایان ښودل کېږي.

برید نن سه شنبه اپریل ۲۶ (غوايي شپږمه) غرمه د دغه انستیتوت د عملیې په یو موټر شوی چې د راپورونو په اساس شاوخوا ۱۰ تنه په کې سپاره وو.

د کراچۍ ښار د پولیسو مشر غلام نبي میمون د فرانسې خبري‌اژانس ته وویل: «ابتدايي تحقیقات ښيي چې دا یو ځانمرګی برید و، زموږ د بمونو د خنثی کولو ډله سیمې ته رسېدلې چې نور شواهد ومومي.»

د امریکا غږ ډیوې څانګې راپور ورکړی دی چې په برید کې پنځه تنه وژل شوي د برید مسئولیت د «بلوڅ ازادۍ پوځ» منلی دی.

دغې ډلې ویلي دي چې دا «ځانمرګی د شارمي بلوچ په نوم یوې ښځې» کړی دی، دغې ډلې یو تصویر هم خپور کړی او ادعا یې کړې ده چې تصویر د ځانمرګې بریدګرې دی.

په برید کې یو شمېر کسان ژوبل شوي هم دي چې د ځینو وضعیت خراب ښودل شوی. پاکستاني رسنۍ وايي ‌چې په وژل شویو چینایانو کې یې دوې مېرمنې دي.

د بلوڅ بیلتون غوښتونکو په یوې اعلامیې کې دا برید د خپلو نویو بریدونو یو پیل بللی دی.

بلوچ بیلتون غوښتونکي له څو کلونو راهېسې د پاکستان د پوځ په مقابل کې جنګېږي. دوی ادعا لري چې پاکستان او په خاص ډول پوځ یې د دوی د سیمې طبعي زېرمې په زوره سپړي او هاغسې چې په کار ده، دوی ته خپل حق نه ورکول کېږي،‌ مګر د پاکستان حکومت دا ادعاوې ردوي.

د «بلوڅ د ازادۍ پوځ» په بلوچستان کې هم په چینایانو بریدونه کوي. چین د «یو کمربند او یوه لار» د لویې اقتصادي پروژې د یوې برخې په توګه د «پاکستان کې د بیخ بنا په یوې لویې پروژې باندې پانګونه کړې چې د «پاکستان-چین اقتصادي دهلیز» بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG