د لاس رسي وړ اتصالات

پوپ فرانسس: "په کرسمس کې د ورورګلوۍ او پخلاینې غږ کړی"


په واتیکان کې د عیسویانو د کاتولیک فرقي روحاني مشر پاپ فرانسیس زیارت کوونکو ته وویل چې په نړۍ کې د بیا پخلاینې او ورورګلوۍ د نویو ژمنو لپاره دعا کوي.

"خدای د دې لپاره له تاسو سره مینه نکوي چې فکر کوئ سمه لاره مو غوره کړې بلکي هغه له تاسو سره بې مطلبه مینه لري. د هغه مینه پرته له کوم شرطه ده. تاسو ممکن غلط نظرونه ولرئ ، تاسو ممکن ډېر گډوډ کارونه کړي وي خو څښتن بیا هم له تاسې سره مینه کوي"

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ بیا په افغانستان او نورو هیوادونو کې د خپل د امریکایي عسکرو سره خبرې کړي او هغوی ته یې د کریسمس مبارکي ویلې.ښاغلی ټرمپ د کرسمس د رخصتیو لپاره په فلوریډا کې خپل استوګنځای ته تللی.

ټرمپ دفلوریډا څخه د ویډیو کنفرانس له لارې د امریکا د اردو د ټولو پنځو څانګو د یو شمیرغړیو سره چې له امریکا بهر ځای پر ځای دي خبرې وکړې. ولسمشر ټرمپ دې پوځیانو ته په خطاب کې هغوی ته د ښه کرسمس هیله وکړه.

د نړۍ په گوټ گوټ کې د کرسمس په مناسبت مذهبي مراسم تر سره شوي.په زرگونه عیسوي مذهبه زیارت کوونکي په بیت الحم کې چې حضرت عیسی د زیږیدلو ځای دی راټول شوي و. په بیت المقدس کې مشر اسقف خلکو ته په وینا کې وویل "د کرسمس لمانځل دا معنی هم لري چې هغه چې د بشریت سره مینه لري او خپل ژوند یې ورته وقف کړی وستایل شي. دلته په دې مقدسه خاوره کې، او نه یوازې نن ورځ بلکې د کال هره ورځ، لا هم یوازې عیسویان نه ډیر خلک شته چې د عیسی د زیږدو ورځ لمانځي او مونږ له دوی مننه کوو."

په هانگ کانگ کې له څو اونیو لاریونو وروسته خلک د کرسمس د نمایشونو پر ځای په واټونو کې د تیرې ورځې د مظاهره کوونکو او پولیس ترمنځ د اخ و ډب د گډوډۍ سره مخ شول. یو مظاهره کوونکی وایي "اکثره خلکو دا فکر نه کاوه چې دا کرسمس به له نورو کرسمسونو نه بدل وي. تیر کال مونږ ډیر خوشاله، خو سږکال داسې بریښي چې دا ورځ د جگړې ورځ ده."

په هند کې چې په تیرو دولسو ورځو کې د مذهبي تبعیض پر ضد خلک د ښارونو لارو کوڅو ته راوتلي و ، د کرسمس ورځ ولمانځل شوه. په نوې ډهلي کې د هندو مذهب یو پیروی وایي چې کرسمیس د ټولو لپاره د خوښۍ ورځ ده. "که څه هم زه هندو مذهبه یمه خو په دغه ورځ د خوشالۍ احساس کوم."

په سلگونو عیسویان د پاکستان د کراچۍ په ښار کې چې ټینګ امنیتي تدابیر پکې نیول شوي و، راټول شوي و او د کرسمس په مناسبت مذهبي مراسم تر سره کړله. د شاهد انور په نامه یو عیسیو وایي "په داسې نړۍ کې چې جنګونه، ګډوډي او دښمنۍ شته، د عیسی مسیح راتګ د سولې او امنیت پیغام او برکت دی".

سږ کال د کرسمس د لمانځلو د مراسمو لپاره د کوم ځانګړي امنیتي گواښ خبر نه و ورکړی شوی خو په پاکستان کې په تیرو کلونو کې په کلیساگانو او عیسویانو مرگوني بریدونه شوي دي. په 2017 کال کې د کرسمس نه یوه اونۍ مخکې په کوټه کې څلور بریدگرو پر یوې کلیسا برید کې او څه د پاسه 56 کسان یې ووژل. په 2016 کال کې اسلامي سخت دریځو په لاهور کې د عیسویانو د اختر په ورځ برید وکړ او 72 کسان یې ووژل.

XS
SM
MD
LG