د لاس رسي وړ اتصالات

پاپ په بیت المقدس کې سوله غواړي


پاپ فرانسیس د نړۍ د کاتولیکانو مشر وویل جنگ ځپلي ماشومان او کډوال له نظره مه غورزوئ.
پاپ فرانسیس د نړۍ د کاتولیکانو مشر وویل جنگ ځپلي ماشومان او کډوال له نظره مه غورزوئ.

نن عیدالمیلاد یا د عیسی (ع) د زوکړې ورځ ده. د عیسویانو دیني مشر پاپ فرانسیس په خپله دودیزه وینا کې په بیت المقدس کې د سولې لپاره غږ وکړ.

د عیسویانو دیني مشر پاپ فرانسیس په دې وینا کې د هغو ماشومانو یادونه وکړله چې د جگړو اوشخړو له امله ېې روحي او بدني زخمونه خوړلي دي.

پردې سره پاپ فرانسیس د نړۍ پریو اعشاریه درې ملیاردو کاتولیکانو غږ وکړچې کډوال له نظره ونه غورزوي.

پاپ هغو لسهاو زرو عبادت کوونکیو ته چې په واتیکان کې ورټول شوي وو خبرې کولې. پاپ هغوی ته وویل چې په بیت المقدس او نورو سپڅلو ځایونو کې سوله غواړي.

هغه وویل چی دی د منځني ختیځ د ماشومانو کړاوونو ته د حضرت عیسی د کړاونو په نظر گوري. داماشومان په منځنی ختیځ کې دهغه زیاتیدونکي تشنج له امله کړېږي چې داسرائیل او فلسطین ترمنځ روان دی. پاپ فرانسیس په پاې کې د سولې داعادې لپاره دعا وکړله او وې ویل دی هیله من دی د سولی د خبرو لپاره اراده په منځني ختیځ کې بری ومومي او د شخړې دواړه خواوې بالاخره د مذاکراتو له لارې د حل سوله ئیزه لاره بیامومي.

په منځني ختیځ کې عیدالمیلاد
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:32 0:00

XS
SM
MD
LG