د لاس رسي وړ اتصالات

د CIA مشر: پاکستان ته مو چانس ورکړی


د امریکا د استخباراتي ادارې سي آی اې مشر مایک پومپیو
د امریکا د استخباراتي ادارې سي آی اې مشر مایک پومپیو

د امریکا د استخباراتي ادارې سي آی اې مشر مایک پومپیو د سي بي ایس ټلویژن ته په یوې مرکې کې ویلي دي چې پاکستان ته د امنیتي مرستو د شرایطو سره تړل دغه ملک ته موقع ورکوي چې د ترهگرو په ضد اقدامات وکړي.

کله چې د هغه نه دا وپوښتل شوه چې په اتومي قدرت لرونکي ملک پاکستان باندې فشار اچول تر څومره حده ښه فکر دی نو هغه وویل هغه نه غواړي په پالیسۍ خپل نظ‏ر شریک کړي خو زیاته یې کړه د استخباراتو د نظره هغه فکر کوي چې "پاکستان په خپله خاوره هغو ترهگرو ته پناهځایونه ورکړیدي چې امریکا ته خطر پېښوي. مونږ د خپل وس سره سم پاکستان ته دا څرگند پېغام ورکړ چې دغه چلند نور نه منو."

د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ تیره اونۍ په کېمپ ډیوډ کې د بهرنۍ پالیسۍ په موضوغ یوه غونډه رابللې وه. په دغه غونډه کې د کانگرس د استخباراتي کمېټې غړو گډون وکړ. د سي آی اې مشر مایک پومپېو هم په دغې غونډې کې موجود و.

ښاغلی پومپیو په دی نظر دی چې که چیرته پاکستان په خپل ملک کې د میشتو ترهگرو په ضد اقدامات وکړي نو امریکا به د هغوي سره د متحد په توگه روابط جاري وساتي. هغه وویل "د مرستو د شراېطو د تړلو سره مونږ پاکستان ته یوه موقع ورکوو. که هغوي دا مسله حل کړي نو مونږ د هغوي سره یوځای کار کولو ته او په ملگرتیا خوشحاله یو. او که هغوي نه مني نو مونږ به بیا د امریکا حفاظت کوو."

دا لومړنې ځل دی چې د امریکا د استخباراتي ادارې مشر مایک پومپیو په دغه موضوع تبصره کړیده.

د خپرونې چلونکي د ښاغلي پومپېو نه وپوښته چې امریکا د پاکستان نه ډېرې استخباراتي گټې هم ترلاسه کړیدي نو هغه په ځواب کې خپله خبره تکرار کړه، هغه وویل "ولسمشر ټرمپ دا ډیره ښکاره ویلي دي چې پاکستان دې نور ترهگرو ته پناهځاېونه نه ورکوي چې امریکا ته خطر پېښوی."

د امریکا لوړپوړو چارواکو په پاکستان په پرله پسې توگه دا انتقادونه کړیدي چې په خپل ملک کې ترهگرو ته پناهځایونه ورکوي. پاکستان وایي چې دغه تورونه بې بنیاده دي او په دغه جنگ کې یې گڼ شمیر عسکر او ملکیان وژل شویدي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG