د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سره مو اتحاد نور ختم دی- خواجه اصف


د پاکستان د بهرنو چارو وزیر خواجه اصف ویلي چې نور امریکا د پاکستان متحد ملک ندی.

ښاغلي خواجه اصف د والسټریټ ژورنال ته په یوې ځانگړې مرکې کې وویل چې امریکا چې د پاکستان سره کوم ډول سلوک وکړ دا څوک د خپلو متحدینو سره نه کوي.

د پاکستان د بهرنو چارو وزیر دغه څرگندونې د ولسمشر ټرمپ د حکومت لخوا د هغه اعلان په ځواب کې کړیدي چې وایي پاکستان ته به ټولې امنیتي مرستې تر هغه پورې وځنډوي چې ترڅو پاکستان د حقاني د شبکې د ترهگرو په ضد اقدامات ونکړي.

پاکستان د امریکا د حکومت دغه اعلان ته سخت عکس العمل ښودلی دی.

ښاغلي اصف وویل چې په ٢٠٠١ کال کې چې کله امریکا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په ضد یرغل وکړ نو پاکستان ته پکار وه چې په دغه جنگ کې یې د امریکا ملگرتیا نه وی کړی ځکه اوس په پاکستان کې د ترهگرو حملې د هغې جنگ نتیجه ده.

د پاکستان پوځ د هغې نه وروسته چې ولسمشر ټرمپ د پاکستان په هکله په ټویټ کې ولیکل چې پاکستان ورته دروغ ویلي او تیر ایستې یې دي، وویل امریکا یې متحد ملک دی او د خپلو متحدینو سره څوک جنگ نه کوي خو پرون د پاکستان د بهرنو چارو وزیر د امنیتی مرستو د ځنډیدو وروسته ویلي دي چې د امریکا سره یې اتحاد نور ختم دی.

د امریکا د دفاع وزیر جم میټس وایي چې پاکستان ته د امنیتي مرستو د ځنډیدو وروسته به هم د پاکستان د پوځ سره د روابطو د ساتلو کوښښ کوي.

د پاکستان او امریکا اړیکې تر هغې وروسته خرابې شویدي چې ولسمشر ټرمپ د اگست په میاشت کې د افغانستان لپاره د تگلارې اعلان وکړ. ولسمشر ټرمپ پاکستان ته په څرگنده توگه وویل چې د ترهگرو ملاتړ بند کړي. پاکستان دغه تورونه ردوي او وایي چې امریکا په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ پړه په پاکستان اچوي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG