د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو کمېسیون: د ملکي افغانانو وژنه باید بنده شي


د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون ودانۍ
د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون ودانۍ

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دغه هېواد کې د ملکیانو د تلفاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د جګړې د ښکېلو خواوو یې غوښتي چې د ملکیانو وژنه دې په سملاسي توګه ودرول شي.

د یاد کمېسیون د څېړنو پر بنسټ یوازې په وروستیو دوو ورځو کې په هلمند او غور کې د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۶ تنه ملکیان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په یوې اعلامیې کې ویلي: "افغانان به تر کومه د روانې جګړې لپاره خپل ځان او مال بایلي؟ خلک د دغې خاورې اصلي خاوندان دي. تل یې د شخړې درېدو او د اوربند ټینګېدو غوښتنې کړي. د دوی غږ باید واورېدل شي او وژنه یې باید ودرول شي."

کمیسیون د طالبانو ډله تورنه کړې چې د ماینونو په ښخولو یې ګڼ شمېر ملیکانو ته تلفات اړولي. دغه اداره له طالبانو غواړي چې "دغه تکتیک کارول ودروي ځکه د ملکي او نظامي کس فرق نشي کولی."

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون د ملکیانو د وژنې په اړه د جزا نړیوالې مکمې نه یو وار بیا غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو نقض وڅېړي.

دغه کمیسیون وايي چې په افغانستان کې "د ملکیانو د بېسارې وژنې د عاملینو سره قانوني چلند نه کول او د جګړې مادي او رواني تاوانونه" د دې باعث شوي چې جنایتونه په اسانۍ ترسره شي او عاملین یې معاف وګڼل شي.

کمیسیون غوښته کوي چې مجرمین باید عدالت ته وسپارل شي او د قانون په رڼا کې د قربانیانو د کورنۍ پاتې غړو ته ځواب ووايي.

په وروستیو ورځو کې هلمند کې د ماین چاودنې او غور کې د وژل شویو ملکیانو پړه د حکومت له خوا د طالبانو پر غاړه اچول شوې خو دغې ډلې د دې تور په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG