د لاس رسي وړ اتصالات

د روژې میاشت کې ۵۱۹ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ـ بشري حقونه


د معلوماتو په اساس په دغه مرګ ژوبله کې د کابل د وړمې ورځې موټر بم چاودنې قربانیان شامل نه دي
د معلوماتو په اساس په دغه مرګ ژوبله کې د کابل د وړمې ورځې موټر بم چاودنې قربانیان شامل نه دي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دغه هیواد کې د ملکي تلفاتو زیاتېدو خبر په ورکولو سره وايي چې د روژې میاشتې په ۲۳ ورځو کې ۱۶۰ ملکیان وژل شوي او ۳۵۱ نور ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو کمېسیون پرون یکشنبه مۍ نهمه (غوايي ۱۹) ویلي چې دغه ملکي وګړي په ۱۳۰ امنیتي پېښو کې د اپرېل له ۱۳ مې نېټې بیا تر د مۍ تر اوومې مړه او ټپیان شوي دي.

د معلوماتو په اساس په دغه مرګ ژوبله کې د کابل د وړمې ورځې موټر بم چاودنې قربانیان شامل نه دي.

وړمه ورځ د کابل ښار په د دیارلسمې امنیتي حوزې دشتي برچي سیمه کې د «سید الشهدا» ښوونځي مخته د موټر بم چاودنې له امله څه باندې ۵۰ کسان ووژل شول او څه باندې ۱۰۰ نور ټپیان شول.

دغه چاودنه چې ټول قربانیان یې ملکي وګړي او د ښوونځي زده کوونکي و په پراخه کچه وغندل شوه.

تر دا مهاله د دغه چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

همدارنګه په روژې میاشتې کې په لوګر ولایت کې د روژه ماتې پرمهال موټر بم چاودنه کې د چارواکو په وینا ۲۴ تنه ملکیان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

بلخوا تیره شپه د کابل ـ کندهار پر لویه لار د زابل ولایت په مربوطاتو کې پر مسافر وړونکي بس چاودنه کې ۱۱ ملکیان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه په پروان ولایت کې هم پر مسافر وړونکي بس چاودنه کې درې ملکي وګړي وژل شوي دی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دغه هیواد کې د ملکي تلفاتو په اړه اندېښنه ښودلې او د ملګرو ملتونو او نورو بنسټونو څخه یې غوښتي چې په دې اړه شفافې څېړنې وکړي.

دغه کمېسیون د ملکي تلفاتو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړې ده چې د یادې مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره باید په هیواد کې هر اړخیز اوربند ټینګ شي.

د بشري حقونو کمېسیون د ملګرو ملتونو له منشي انتونیو ګوتریش څخه هم غوښتي چې په افغانستان کې د وروستیو مرګونو د څېړنو لپاره یو بې طرفه او خپلواک پلاوی افغانستان ته واستوي چې له یوناما سره په ګډه څېړنې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د کوچني اختر په دری ورځو کې د اوربند اعلان کړی دی، خو تر دې مخکې د اوربند په اړه غوښتنې رد کړي دي.

په افغانستان کې د ملکي وګړو زیاتېدو په اړه اندېښنې پر داسې مهال را پورته کیږي چې ولسمشر غني سبا سې شنبه د لوګر او کابل مرګونو پېښو په ویر په هیواد کې ملي ماتم اعلان کړی دی.

تر دا مهاله د لوګر او کابل ولایت د وروستیو مرګونو پېښو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG