د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د اوربند پر مهال ۲۱ ملکي وګړي وژلي ـ دفاع وزارت


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان دفاع وزارت وايي، وسله والو طالبانو د کوچني اختر درې ورځنی اوربند «سخت» نقض کړی او په وینا یې د اوربند پرمهال ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن یکشنبه مۍ ۱۶ (غوايي ۲۶) خبریالانو ته په لېږلي غږیز پیغام کې ویلي چې د اعلان شوي درې ورځني اوربند پرمهال د طالبانو «تروریستي» فعالیتونه روان و.

هغه زیاته کړې: "د طالبانو د تروریستي تحرکاتو پرمهال ۲۱ ملکي وګړي په شهادت رسېدلي او ۳۳ نور ټپيان شوي دي."

ښاغلي فواد وویل چې د اوربند تر خلاصېدو وروسته د هیواد په ځينو سیمو کې د طالبانو بریدونه پیل شوي دي.

د راپورونو له مخې دا مهال د افغانستان په لږ تر لږه لسو ولایتونو کې د افغان سرتیرو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

په هلمند کې ۲۱۵ میوند قول اردو نن یکشنبه په یوې اعلامیې کې ویلي چې د لښکرګاه ښار ته څېرمو ځینو سیمو ترڅنګ د دغه ولایت په ناوې او نهر سراج ولسوالیو کې د طالبانو پر ضد تعرضي عملیات پيل کړي دي.

یاد قول اردو په دغه عملیاتو کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر هم ورکړی دی.

بلخوا افغان ولسمشر محمد اشرف غني افغان سرتیرو ته امر کړئ چې که چیري طالبان اوربند ونکړي د هیواد هره سیمه کې دې یې وځپي.

خو طالبانو بیا د خپلو وسله والو لخوا د اوربند نقضول رد کړي دي، او ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه یې هم څه نه دي ویلي.

د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د اختر درې ورځینی اوربند تیره شپه ۱۲ بجې پای ته ورسېد.

XS
SM
MD
LG