د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونه: د ملکي افغانانو مرګ ژوبله ۸۰ سلنه زیاته شوې ده


عکس:ارشیف(
عکس:ارشیف(

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون تازه رپوټ وايي چې د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې دغه هېواد کې۵۳۲۲ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې دغه ارقام د تېر کال په پرتله ۸۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

دغه کمیسیون نن یکشنبه اګسټ لومړۍ (زمري لسمه) پخپل راپور کې ویلي چې روان زېږدیز کال له جنورۍ میاشتې نه تر جون پورې ۱۶۷۷ ملکیان په وسله والو نښتو کې وژل شوي او ۳۶۴۴ تنه نور ټپیان شوي‌دي.

د بشري حقونو کمیسیون وايي چې په یادې مودې کې ۱۵۴ مېرمنې، ۳۷۳ ماشومان وژل شوي او ۳۵۰ ښځې او ۱۰۸۳ ماشومان د جګړو له امله ټپیان شوي دي.

د دغه بنسټ موندنې ښيي چې د تېر کال په پرتله د ماشومانو تلفات درې برابره او د ښځو تلفات ۶۹ سلنه ډېر شوي دي.

د تلفاتو عاملین

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي چې په ټوله کې ۵۶ سلنه تلفات طالبانو، ۱۵ سلنه دولتي ځواکونو، اووه سلنه د داعش ډلې او ۲۲ سلنه نا څرګندو عاملینو اړولي دي.

د یاد کمیسیون په وینا د ماینونو چاودنې، موټر بمونو، هدفي وژنو، راکټي بریدونو، ځانمرګو بریدونو او د ځمکنیو نښتو له امله ملکیانو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي.

تر دې دمه وسله والو طالبانو او د داعش ډلې د دغه نوي خپور شوي رپوټ په اړه څه نه دي ویلي خو حکومت ویلي چې په عملیاتو کې یې د ملکیانو خوندیتوب په لومړیتوب کې دی.

د افغانستان د وسله والو ځواکونو عمومي ویاند اجمل عمر شینواری وايي چې افغان ځواکونو په کراتو د هغو عملیاتو مخه نیولې چې پکې د نظامیانو خوندیتوب نه و.

ښاغلي شینواري د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د رپوټ خپرېدو په غبرګون کې وویل "د افغان ځواکونو مسولیت د ملکیانو ژغورل دي. دغه رپوټ ردوو. زه فکر کوم ښه به وي چې هغه جنګي جرمونه چې د افغانستان د خلکو دښمنانو له خوا ترسره کیږي هغه ته پام وشي."

ښاغلی شینواری ادعا کوي چې یوازې په تېرې اونۍ کې د طالبانو د بریدونو له کبله ۶۶ ملیکان وژل شوي او ۱۹۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG