د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: زابل کې د طالبانو د توغندیو برید کې پنځه ملکیان وژل شوي


عکس: آرشیف
عکس: آرشیف

د زابل ولایت چارواکي وايي چې په قلات ښار کې د طالبانو د هاروان یوه مرمۍ لګېدلې چې په پایله کې پنځه ملکیانو خپل ژوند له لاسه وکړی او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي نن جمعه جولای ۳۰ (زمری اتمه) امریکا غږ ته وویل چې دغه ګولۍ د وسله والو طالبانو له خوا ویشتل شوې چې او ملیکان په کې وژل شوي.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه "تېر ماښام شپږ بجې د دښمن له خوا د قلات امنیه قوماندانۍ د قرارګاه پر لومړي ټولي د درنو وسلو اور پیل شو. نښته د ماښام تر اتو بجو وغزېده او په پایله کې پنځه ملکیان مړه او د یو پولیس په شمول ۱۵ نور ټپیان شول."

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړه چې یاده پوسته د ملکیانو کورونو ته نږدې پرته ده او د نښتې په اوږدو کې د هاوان ګڼې مرمۍ د ملکیانو په کورونو لګېدلي دي.

یوناما: د روان میلادي کال په شپږو میاشتو کې د ملکي افغانانو د مرګ‌ژوبلې کچه ۴۷سلنه لوړه شوې ده.
یوناما: د روان میلادي کال په شپږو میاشتو کې د ملکي افغانانو د مرګ‌ژوبلې کچه ۴۷سلنه لوړه شوې ده.

د زابل ولایت چارواکو ویلي چې په قربانیانو کې مېرمنې او ماشومان شامل دي. د دوی په وینا د پېښې ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

له بلې خوا وسله والو طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي او دا یې ویلي چې پر ملکیانو لګېدلي هاوانونه د افغان ځواکونو له خوا ویشتل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت تېره ورځ ویلي چې طالبانو د روان لمریز کال له پیل څخه تر اوسه په اوسط ډول ۳۵سلنه تاوتریخوالی زیات کړی چې له امله یې ۵۵۸۷ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د دغه وزارت د تاوتریخوالي په کمولو او اوربند باندې د څارنې رئیس سید عبدالله هاشمي وویلي چې طالبانو په افغانستان کې د وري میاشتې له پیل څخه د چنګاښ تر پایه پورې ۹۳ ځانمرګي بریدونه، ۶۵۰ توغندیز بریدونه، ۱۶۷۵ چاودنې، ۸۴۴ هدفي وژنې او ۶۲۳ ځمکنۍ نښتې کړي دي.

طالبانو د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت د راپور په اړه څه نه دي ویلي.

په روانې اونۍ کې یوناما په افغانستان کې د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې په اړه د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې د روان میلادي کال په شپږو میاشتو کې د ملکي افغانانو د مرګ‌ژوبلې کچه ۴۷سلنه پورته شوې ده.

یوناما په خپل راپور کې د ۳۹سلنه ملکيانو د مرګ‌ژوبلې مسولیت د طالبانو او د ۲۳سلنه مسولیت د افغان ځواکونو په غاړه اچولی دی. خو د افغانستان حکومت او د طالبانو ډلې د یوناما راپور رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG