د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت: طالبانو شپږو میاشتو کې ۱۲۱۰ ملکیان وژلي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې طالبانو په تیرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۱۳۰۰ یرغلیز تحرکات ترسره کړي دي چې په کې ملکي افغانانو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۸ (لړم ۲۸) وویل چې په دې موده کې د طالبانو له لوري د افغانستان په مخلتفو سیمو کې ۵۳ ځانمرګي بریدونه شوي او ۱۲۵۰ ماینونو ته چاودنه ورکړل شوې ده.

هغه زیاته کړه: "د طالبانو د دغو تروریستي موټربم او ځانمرګو بریدونو او د ماینونو د چاودنو له امله په خواشینۍ سره چې ۱۲۱۰ تنه زموږ ملکي هېوادوال شهیدان شوي دي".

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې په دغو بریدونو کې کابو ۲۵۰۰ ملکي وګړي ټپيان شوي هم دي.

د افغانستان نظامي چارواکي وايي چې طالبان له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري او له همدې امله یې په خپله جګړه‌ییزه بڼه کې بدلون راوستی دی.

وسله‌والو طالبانو تراوسه د دغو ادعاو په تړاو غبرګونه نه دی ښودلی.

په افغانستان کې ملکي وګړو ته دغه مرګ‌ژوبله په داسې حال کې اوښتې چې له څه باندې دوو میاشتو راهیسې د جګړې د ښکېلو خواو ترمنځ په قطر کې مذاکرات پیل شوي خو هېڅ پرمختګ په کې نه دی شوی.

تیره ورځ د افغانستان دفاع وزارت ته نوماند اسدالله خالد ولسي جرګې ته وویل چې د دغو مذاکراتو د مثبتو پایلو په تړاو ډاډه نه دی.

همدا شان د افغانستان جمهوري ریاست هم ویلي چې طالبانو په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او له همدې امله د افغان حکومت او خلکو په وړاندې ملامته دي.

د سولې بین‌الافغاني مذاکرات د روان میلادي کال د سپټمبر په ۱۲مه په دوحه کې پیل شول، خو دواړه خواوې تراوسه د دغو مذاکراتو لپاره د تګلارې په جوړولو بریالي شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG