د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: په اوکراین کې د وژل شویو شمېر تر ۱۰زرو واوښت 


ملګري ملتونه وايي د ولسي وژل شویو خلکو د دقیق شمېر معلومولو لپاره کار روان دی.
ملګري ملتونه وايي د ولسي وژل شویو خلکو د دقیق شمېر معلومولو لپاره کار روان دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وايي چې د ۲۰۲۲ د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین باندې د روسیې له یرغل راهېسې د وژل شویو ملکیانو شمېر تر ۱۰زرو اوښتی او په دې وروستیو کې نیمایي وژل شوي کسان د جګړې له لیکو څخه ډېر لېرې وو.

په اوکراین کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر، چې هلته لسګونه څاروونکي لري، وايي چې د وژل شویو کسانو اصلي شمېر به تر رسمي شمېرو ډېر لوړ وي. ملګري ملتونه وايي د ولسي وژل شویو خلکو د دقیق شمېر معلومولو او تثبیتولو په اړه کار روان دی.

د دغې څانګې مشرې دانیله بل وویل چې دا ډېره لوړه شمېره ده. هغې وویل: «د اوکراین په ضد د روسیې فدراسیون جګړه، چې یوېشتمې میاشتې ته داخله شوې ده، په یوې اوږدې جګړې باندې د بدلېدو خطر لري، او شدید انساني تلفات لري.»

ملګري ملتونه وايي چې اکثریت تلفات د میزایلو، توغندیو او خوشه يي بمونو له کبله دي چې ډېر ځایونه اغیزمن کوي.

په دوی کې د دغې جګړې د لومړیو میاشتو تلفات هم شامل دي، لکه د ماریپول جګړه چې ډېر تلفات یې لرل.

د ملګرو ملتونو د شمېرو په اساس، په تېرو دریو میاشتو کې چې کوم خلک وژل شوي دي، د جګړو له لیکو څخه ډېر لېرې اوسېدل، چې د روسي ځواکونو له لوري د لېرې واټن وېشتونکو توغندیو او نورو وسائیلو د استعمال له کبله دي.

مسکو دا خبره ردوي چې قصدآ ملکي خلک په نښه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG