د لاس رسي وړ اتصالات

دریو میاشتو کې د ورځې اته ملکي افغانان وژل شوي- یوناما راپور


د یوناما د راپور په اساس د ملکي تلفاتو ډېر مسول "وسله وال مخالفان" دي
د یوناما د راپور په اساس د ملکي تلفاتو ډېر مسول "وسله وال مخالفان" دي

په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر یوناما وايي چې په تېرو دریو میاشتو کې څه باندې ۲۰۰۰ ملکي افغانان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

یوناما په خپل تازه راپور کې (پنجشنبه۱۲) د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د مارچ تر وروستۍ نیټې پورې په روان جنګ کې د ولسي افغانانو د مرګ ژوبلې شمېرې خپرې کړي چې څه باندې ۸۰ فیصده مسولیت پر "مخالفانو" اچول شوی.

یوناما وايي په دغې مودې کې یې "۲۲۵۸ ملکي تلفات ثبت کړي (۷۶۳ وژل شوي او ۱۴۹۵) ټپیان دي". یوناما وايي د تېرکال د همدغې مودې په پرتله سږکال د "حکومت ضد عناصرو ته منسوب شوو ملکي تلفاتو کې شپږ سلنه زیاتوالی" راغلی دی. وايي "د حکومت مخالف عناصر د ۱۵۰۰ ملکي تلفاتو لامل شوي، ۵۱۱ وژل شوي او ۹۸۹ټپیان دي".

د دغو ملکي تلفاتو ۱۸ سلنې مسولیت پر افغان او بهرنیو ځواکونو اچول شوی، " ۱۱ سلنه افغان ملي امنیتي ځواکونه، ۲ سلنه نړیوال پوځي ځواکونه، ۴ سلنه نا مشخص حکومت پلوه ځواکونه او یوه سلنه حکومت پلوه وسله والې ډلې".

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیالې، انګرید هایدن وویل "د جګړې ښکیل اړخونه باید د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د خپل توان تر حده ټولې هڅې وکړي. ملکي افغانان په دوامداره توګه په جګړو کې ایساریږي او زیان ګالي، چې مخنیوی یې کیدای شي؛ داسې کړنې باید ودرول شي."

د مرګ ژوبلې عوامل

یوناما وايي ډېر ولسي خلک په پيچلیو او ځانمرګو بریدونو کې وژل شوي دي، خو زیاتوي چې قصدي وژنې، له جګړو پاتې شوي چاودیدونکي توکي او هوایي بریدونه یې نور لاملونه دي.

په هوايي بریدونو کې هم کې په تېرو دریو میاشتو کې د یوناما د راپور په اساس ۶۷ افغانان وژل شوي دي او ۵۷ نور ژوبل شوي دي.

یوناما تېرکال په خپل راپور کې ویلي وو چې په ۲۰۱۷ کال کې ۱۰۴۵۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یوناما راپور له مخې تېرکال ‎۳۴۳۸ ملکي وګړي د جګړو، نښتو، بمباریو او ځانمرګو بریدونو کې وژل شوي او ۷۰۱۵ نور ټپيان شوي دي، چې ډېر مسولیت پر طالبانو او داعش اچول شوی و.

XS
SM
MD
LG