د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش او طالبانو جگړه کې درې افغان ملکیان وژل شوي


په چپرهار کې د داعش او طالبانو په جگړه کې پنځه تنه ملکي وگړي ټپیان شوي هم دي
په چپرهار کې د داعش او طالبانو په جگړه کې پنځه تنه ملکي وگړي ټپیان شوي هم دي

په ننگرهار کې ملکي وگړي وژل شوي چې د هغوی په منځ کې یوه ٩ کلنه نجلۍ هم شامله ده.

د ننگرهار ولایت محلي مقامات وایي په دې ولایت کې پر طالبانو باندې د داعش جنگیالیو په یوه حمله کې د یوې نهه کلنې نجلۍ په گډون لږ تر لږه درې افغان ملکي وگړي وژل شوي دي.

د ننگرهار ولایت ویاند عطاالله خوگیاني د دوشنبې په ورځ وویل چې د چپرهار په ولسوالۍ کې په دغه پیښه کې پنځه تنه نور ملکي وگړي ټپیان شوي دي.

د ښاغلي خوگیاڼي په وینا په دغه جگړه کې ٢١ طالبان او لږ تر لږه اوه داعش جگړه ماران هم وژل شوي دي.

د داعش د ډلې پورې مربوط د اعماق پاڼې د یو خبر په خپرولو سره ویلي دي چې د داعش ډلې د چپرهار په ولسوالۍ کې د طالبانو پر مرچلو حملې کړې دياو ١۴ طالب جنگیالي یې وژلي دي.

که څه هم چې داعش او طالبان دواړه د افغان حکومت پر ضد جنگیږي، خو بیا هم د طالبانو ډله داعش خپل موجودیت ته گواښ گڼي او دغه دواړه سخت دریځه ډلې سره په جگړو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG