د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت د هلمند د مارجې ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې


د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د پراخو عملیاتو په ترسره کولو سره دغه ولسوالۍ د طالبانو له حضور څخه په بشپړ ډول پاکه کړې ده.

طالبانو ویلي، چې د دغې ولسوالۍ له مرکز پرته لا هم اکثره سیمې د دوی تر ولکې لاندې دي.

د هلمند د مارجې ولسوالۍ شاوخوا څلور کاله د طالبانو په ولکه کې وه او تر اوسه د دغې ولسوالۍ چارې د طالبانو له خوا اداره کېدلې.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د یکشنبې په ورځ د ډیسمبر په لومړۍ (لیندۍ ۱۰مه) امریکا غږ ته وویل، چې د مارجې ولسوالۍ په چاڼیزو عملیاتو کې، د طالبانو د یو نظامي قوماندان ملا عبدالباري په ګډون ۳۷ طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د ښاغلي امان پر وینا، د طالبانو تر ولکې لاندې ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره سږکال د افغان ځواکونو په عملیاتو کې زیاتوالی راغلی دی.

هغه زیاته کړه: "په تېرو اتو میاشتو کې ۱۳ ولسوالۍ د طالبانو له کنټرول څخه بهر شوي دي، خو په افغانستان ۱۱ نورې ولسوالۍ هم د دغې ډلې له خوا اداره کېږي".

د دفاغ وزارت د ویاند مرستیال دغه راز وویل، په بېرته نیول شویو ولسوالیو کې زیات شمیر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي او د حکومتوالۍ چارې په کې په عادي ډول دوام لري.

خو د طالبانو یو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استول شوي بیان کې د دفاع وزارت دغه ادعا رد کړې او ویلي، دي چې لا هم د هلمند د مارجې ولسوالۍ اکثره سیمې د دغې ډلې په کنټرول کې دي.

قاري یوسف احمدي ویلي، چې په مارجه کې د افغان پوځ یو جنرال هم وژل شوی دی.

تیره ورځ د نومبر په ۳۰مه د دفاع وزارت د سرحدي لوا قوماندان جنرال ظاهر مقبل، چې د مارجې ولسوالۍ په عملیاتو کې یې ونډه درلوده، له لښکرګاه څخه د مارجې په لور روان وو، چې د سړک غاړې د ماین چاودنې په نتیجه کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG