د لاس رسي وړ اتصالات

پر امام صاحب د طالبانو برید په شا تنبول شوی- دفاع وزیر


په دغه پېښه کې د چارواکو په وینا د طالبانو یو سیمه ایز قومندان هم وژل شوی
په دغه پېښه کې د چارواکو په وینا د طالبانو یو سیمه ایز قومندان هم وژل شوی

د افغانستان دفاع وزارت وايي وسله والو طالبانو د امام صاحب په ولسوالۍ باندې برید کړی چې یو سرګرو او ۱۴ نور غړي یې وژل شوي دي.

د دفاع وزارت چارواکي وایي چې ​ د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ یې د طالبانو بریدونه پر شا تمبولي دي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د چهارشنبې په ورځ د نومبر۲۰مه «لړم۲۹مه» امریکا غږ ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د امام صاحب ولسوالۍ په ارباب خېل سیمه کې پر څو امنیتي او دفاعي امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

نوموړي زیاته کړه دغه جګړه چې څو ساعته یې دوام درلود پر مهال یې د «حاجي احمد» په نوم د یو سرګروپ په ګډون د طالبانو د سرې قطعې ۱۰ وسله وال وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

هغه وویل چې په دغه نښته د ملي اردو یو سرتېری هم وژل شوی او څلور نور ټپيان شوي دي.

خو په په کندز کې یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې تېره شپه د طالبانو د سرې قطعې په بریدونو کې د ملي اردو ۱۳ سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي د ي.

وسله والو طالبانو هم رسنیو ته په لېږلې اعلامیه کې د ملي ا ردو ۲۵ سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

په ورته وخت کې د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني امریکا غږ ته وویل، چې اوس مهال په دغه ولسوالۍ کې وضعیت عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

د امام صاحب ولسوالي د کندز ښار په څو کیلومترۍ کې موقعیت لري، چې تر دې مخکې هم د وسله والو نښتو راپورونه ورڅخه ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG