د لاس رسي وړ اتصالات

د ماشومانو او چاپیریال پاک ساتل د پولیو مخنیوی کوي


روغتیایي کارکونکي وايي، که ماشومان پاک وساتل شي او تر څنګ یې د خپل کلي کور چاپیریال هم له ککړیو پاک شي، ماشومانو په اسانۍ د پولیو یا ګوزڼ په مرض نه اخته کیږي او هغه کلی چې شاوخوا سیمې یې تل نا پاکې وي، د اوبو چټل ډنډونه په کې ولاړ وي شاوخوا اوسیدونکیو ته یې له پولیو یا ګوزڼ پرته نور ډول ډول مرضونونه هم پیدا کیدای شي.

دیني عالمان هم ورته نظر لري، چې د اسلام دین د ځان او ماحول په پاکوالي امر کړی، د خوراک څښاک پر وخت د لاسونو وینځل او د ځان او کالیو پاک ساتل یو شرعي امر دی.

د کندز یو تن دیني عالم مولوي غیاث الدین وايي، د ماشومانو د فلج کیدو وړاندې هغوی ته واکسین ورکول د پیغمبر د هغې خبرې پر ځای کول دي چې وايي، د هر مرض لپاره دوا شته او د ماشومانو د ګوزڼ علاج همدغه دوه څاڅکي واکسین دي.

هغه وویل"مرض د انسان لپاره لوی خطر دی او پولیو د واقعې د پیښیدو نه وړاندې ددغه مرض مخینوی دی، مور او پلار د دین او اسلام په رڼا کې مسول دی چې باید د خپلو اولادونو د صحت خیال وساتي که د پولیو واکسین ددوي کلي ته نه راځي دوي باید خپل اولادونه د پولیو مرکزونو ته یوسي، او اسلام د صحت دین دی، د خوراک لپاره لاس وینځل هم همدا حکم لري چې نو په اسلام کې د پولیو د څاڅکو ممانعت نه شته او څوک چې یې مخه نیسي جاهل دی".

په کندز ښار کې یو تن ډاکټر عبدالصمد هم وايي، چې کورنۍ باید د ماشومانو حفظ الصحې ته جدي پاملرنه وکړي او ماشومان عادت کړي چې له کوره د باندې له نا پاکو شیانو څخه ځان وساتي، که چیرې ماشومان په خاورو کې لاس وهي او یا تشناب ته ځي باید زر تر زره یې لاسونه ومنیځل شي.

ده وویل"د پولیو واکسین د ماشوم له پیدا کیدو نه تر پنځه کلنۍ پورې هر وار دوه څاڅکي ورکول کیږي، د ماشومانو د فلج د مخنیوي یوازینۍ لار دغه دوه څاڅکي دي، او اسلام امر کوي چې د خوراک لپاره باید لاسونه ومینځل شي تر څو خپل ځانونه په خپله له خطر سره مخ نه کړي".

د کندز د کتلوي معافیت مسول ډاکټر غلام جیلاني عطايي وايي، له پولیو څخه د ماشومانو د مخنیوي تر ټولو مهمه لار د هغوي د حفظ الصحې ساتل، د واکسین دوه څاڅکي ورکول دي او دوی هڅه کوي چې د کندز هر کور کې ماشومان واکسین کړي.

هغه وویل"زمونږ رضا کاران د دروازو شاته ځي، ویده او ناروغ ماشومان هم واکسین کوي، او هغه ماشومان چې له واکسین څخه پاتي کیږي، یوه ورځ وروسته د هغوي لپاره د پلانینګ په ترڅ کې د دویم ځل لپاره ټیمونه ځي او هغه واکسین کوي، د ښار په سیمه کې هم د فلټر په نامه ټیمونه موجود وي او هغه ماشومان چې بیرون ګرځي او له نورو ولایتونو څخه راځي ددغو ټیمونو له خوا واکسینیږي".

روغتیایي کار پوهان وایي، چې د پولیو ناروغۍ د تداوي لپاره تر اوسه کوم درمل نه دي جوړ شوي، ځکه بهتره ده ،چې ماشومان ددې ناروغۍ پر وړاندې وقایه شي او د پولیو دوه څاڅکي واکسین کولی شی د ګوزڼ ناروغۍ مخه ونیسي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG