د لاس رسي وړ اتصالات

د اقلیم بدلون د کولمبیا د سیند کب نیونکي زیانمن کړي


د کولمبیا سیند د زرګونو کلونو راهیسې د کبانو، ریښو او بېرو د راټولولو له لارې ځایی خلک ساتلي، دا ټول هغه څه دي چې ددې خلکو په کلتوري مراسمو او رسمونو کې منعکس کیږي.

خو نن ورځ، بندونو، د اقلیم بدلون او د نفوسو زیاتوالي د ژوند دغه وسیلې ته ګواښ پیښ کړی دی.

ځایي اصلي قومونه له پېړیو راهیسې د کولمبیا د سیند په سالمون او ټراوټ کبانو، او په شاوخوا سیمو کې د موجودو خوراکي بوټو په ریښو او نورو بوټو تکیه کوي.

دا خلک باور لري چې سیند او د هغه سرچینې د خالق لخوا د دوی د ساتلو او د ځمکې د ساتنې لپاره پیدا شوي دي.

د دې ځای د سیند د چارو مشر، بل یالوپ جونیر وویل: "دا زموږ عقیده ده چې سیند مقدس وي. زموږ دعاګانې او زموږ د ټولو په اړه زموږ پوهه، د سیند په اړه زمونږ د پوهې سره مرسته کوي ترڅو د سیند روحاني هویت وساتو."

د خوړو راټولولو چاره د قبیلو د مذهبي دودونو سره تړلې ده، چې پکې په عبادتځای کې د رواجونو او مراسمو ترسره کول شامل دي.

د دغو رواجونو څخه یو هم د کبانو، د بوټو ریښو او بېرو د حاصلاتو د راټولولو د پیل مراسم دي. هر کال د ټولنې غړي د حاصلاتو د راټولولو د پیل دمخه، دغو حاصلاتو او خوړو ته د درناوي په خاطر په یوې میلې کې برخه اخلي.

ځايي اوسیدونکی برونسکو جیم جونیر وايي: "موږ هر کال پدې مېلې کې برخه اخلو؛ چې د خوړو درناوی وکړو او د خدای شکر ادا کړو ځکه چې مونږ د خدای قانون تعقیبوو"

سالمون کبان په پسرلي کې څرګندیږي او د ډېر پخوا راهیسې د نارینه او ښځو لخوا نیول کېږي. خو اوس له سیندونو څخه تر لاسه کېدونکي دغه عاید ته ګواښ پیښ دی.

د بیولوژۍ پروفیسرې ایلین هاروي وویل: "د سیند غاړو ته د اوسېدونکو خلکو په توګه، موږ ګورو چې زموږ په سیمه کې څه پیښیږي، د نفوس زیاتوالی، د ښارونو او کلیوالو سیمو پراخېدل او عمومي پرمختګ هغه څه دي چې ګواښ یې پیښ کړی دی".

د تودوخې درجه د اقلیم له بدلون سره تړلې، د اوبو د بریښنا څلور لوی بندونه، او د صنعتي ککړتیا له کبله د سالمون کبانو حاصل له خطر سره مخ دی.

قومي مشر جیمز کیونا وايي، ددې ځای خلکو له پیړیو راهیسې د کبانو په نیولو ژوند کړی دی.

هغه لازمه بولي چې د راتلونکو نسلونو دپاره هم د روزۍ پیدا کولو دغه سرچینه خوندي وساتل شي.

ځینې اندېښنه لري چې که دا خوندي نه شي نو دوی به نه یوازې د سیند نه ترلاسه کېدونکي خواړه د لاسه ورکړي بلکې خپل روحاني هویت به هم وبایلي.

XS
SM
MD
LG