د لاس رسي وړ اتصالات

کلینټن غواړي د چین د سمندرګي جنجال د حل ملاتړ وکړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن نن د دوشنبې په ورځ اندونیزیا ته سفر کوي او هلته به د هغه سیمه ایز پلان ملاتړ وکړي چې غواړي د جنوبي چین د سمندرگي د مالکیت په سر د چین سره جنجال حل کړي.

یو مامور چې د بهرنیو چارو د وزیرې سره په سفر کې ملگری دی وايي چې هلیري کلنټن غواړي چې د آسین د لسو غړو هیوادونو ترمنځ یووالی ووینی .
دی له دغو هیوادونو سره د چین د ځمکني جنجال د حل لپاره له ډیر وخت راهیسی په اصولو او طرزالعمل باندی کار کوی.

د بهرنیو چارو وزارت ټولې خواوې چې په دغه ټاپو باندې د ملکیت ادعا لري تشویقوي چې دغه موضوع حل کړي خو وايي چې په دغه جنجال کې به د هیڅ اړخ خوا ونه نیسي.

ټاکل شویده چې هلیري کلنټن د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د اندونیزیا د مشرانو سره وگوري او په دغو لیدوکاتو کې به په امنیتي، اقتصادي او ټکنالوجیکي موضوعاتو باندی وغږیږي.

دغه امریکايي مامور وايي، خارجه وزیره هیلري کلنټن به دا پوښتنه هم وکړی چې اندونیزیا د مذهبی اقلیتونو په خلاف د تازه تاوتریخوالی د حل کولو دپاره څه پلان لري.
XS
SM
MD
LG