د لاس رسي وړ اتصالات

میرمن کلینټن بیرته خپلې وظیفې ته ستنه شوه


د امریکا د باندنیو چارو وزیر هیلري کلینټن د دوشنبې په ورځ بیرته خپل کار ته ستنه شوه. هغه درې شپې درې ورځې په روغتون کې د ناروغۍ له کبله بستري وه. د نوموړې په سر کې وینې غټۍ شوي وې او د وینې جریان یې د عادي حالت څخه وتلی وو.

هغه یو میاشت د بیلابیلو ناروغیو له کبله تر درملنې لاندې وه. لومړی د نس د یو ه میکروب او د لویدو له امله پر سر باندي د ضربې د واریدیدو په خاطر بستر شوه او وروسته بیا په دې ورستیو کې ورته د وینه د جریان ناروغي پیدا سوه. خو هغه نن بیرته خپل کار ته راستنه شوه.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت وايي چې میرمن کلینټن د دوشنبې په ورځ د خپل مرستیالانو سره د تړلو دروازو شاته غونډه وکړه خو په عوام کې راښکاره نشوه.

ټاکل شوې چې میرمن کلینټن به د پنجشنبې په ړورځ د ولسمشر حامد کرزي سره وګوري. که څه هم په تیرو څو اونیوو کې میرمن کلینټن په خپل دفتر کې نه وه خو د خپلو کارمندانو او بهرنیو چارواکو سره به یې د ټلفون له لارې خبرې کولې.
XS
SM
MD
LG