د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د"لمن" د کالیو د ډیزاین نوی شرکت


لمن د کالیو کمپنۍ

د راهبه رحیمي په نوم یوې افغان نجلۍ په کابل کې د "لمن" په نوم د کالیو د ډیزاین یو شرکت جوړ کړی دی.

۲۶ کلنه راهبه وایي چې پنځه کاله وړاندې یې د څو نورو ملګرو په ملتیا یې دغه شرکت پرانیست، خو اوس دا یوازې خپله ددې شرکت مشري کوي.

په "لمن" کې شاوخوا لس نورې ښځې هم د ډیزاین او خیاطۍ په برخه کې کار کوي.

راهبه وايي چې دوې توانیدلي په افغاني جامو کې رنګارنګ ډیزاینونه جوړ کړي ترڅو خلک وکولای شي له کورني محفلونو سره بیره په دفترونو او نورو رسمي غونډو کې هم افغاني جامې وکاروي.

میرمن رحیمي وايي چې څه موده مخکې یې د ایټالیا په یوه ننداره کې د لمن شرکت تولیدات نندارې ته هم وړاندې کړل.

د "لمن " کالیو ګنډلو شرکت په هکله نور جزیات د امریکا د خبریالې لیمه نیازۍ رپوټ وګورئ:

په کابل کې د کالیو ګنډلو نوې کمپنۍ
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:58 0:00
XS
SM
MD
LG