د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا مشهوره تلویزیوني څیره انتوني بوردین مړ شو


انتوني بوردین د امریکا پیژندل شوی تلویزیوني شخصیت و. هغه د سي ان ان د تلویزیوني شبکې د «ناپیژندل شویو برخو» د خپرونې لیکوال، پرودیوسر او وړاندې کوونکی و.

ښاغلي بوردین چې د کلونو راهیسې یې د نړۍ د مختلفو برخو خوراکونه او فرهنګونه معرفي کول خپل ژوند پخپل لاس پای ته ورساوه. هغه ۶۱ کلن و.

د رویترز اژانس د جمعې په ورځ د سي ان ان خبري شبکې د رپوټ په بنسټ ولیکل چې د ښاغلي بوردین مړی په داسې حال کې د فرانسې د یو هوټل په خونه کې وموندل شو چې له غاړې ځوړیدلی و.

سي ان ان ویلي چې ښاغلی بوردین په وروستیو ورځو کې د فرانسې په ستراسبورګ ښار کې د خپل تلویزیوني سریال د یوې برخې په تولید بوخت و.

انتونی بوردین په ۱۹۹۹ کال کې په نیویارکر مجله کې د یوې مقالې له خپرولو وروسته پوره شهرت ترلاسه کړ چې نوم یې و «ددې لیکنې له لوستلو دمخه څه شئ مه خورئ». دغه مقاله په ۲۰۰۰ میلاذي کال کې د یو کتاب په توګه خپره شوه.

ښاغی بوردین د مختلفو تلویزیوني خپرونو چلونکی و چې په کال ۲۰۱۳ کې سي ان ان سره یوځای شو. او نړیوال شهرت یې خپل کړ.

د ښاغلي بوردین د مړینې خبر په داسې حال کې خپریږي چې د سه شنبې په ورځ د مود د نړۍ د مشهورې طراحې کیټ سپید مړی په نیویارک کې د هغې په خپل اپارتمان کې وموندل شو. د پولیسو د رپوټ له مخې میرن سپید هم ځان وژلی و.

د امریکا پخواني جمهور رئیس باراک اوباما چې په ویتنام کې یې د انتوني بوردین سره په یو عادي رستوران کې ډوډۍ خوړلې وه لیکلي دي .. هغه مونږ ته د غذاګانو په اړه زده کړې کولېو خو مهم هغه وړتیا وه چې مونږ سره نژدې کوي، چې مونږ د ناپیژاندو څخه لږ وډاریږو.

د امریکا د امراضو د کنترول او مخنیوي مرکز اعلان کړی چې په امریکا کې د دوو تیرو لسیزو په پرتله د ځان وژنو کچه ٢٥ فیصده زیاته شوې ده.

پدې رپوټ کې راغلي دي چې په متحده ایالاتو کې د ځان وژنو کچه د ١٩٩٩ نه تر ٢٠١٦ کلونو پورې ٢٥ فیصده زیاته شوې چې یواځې په ٢٠١٦ کې شاوخوا ۴٥ زرو کسانو په امریکا ځانونه وژلي دي او دغه شمیره ښیي چې په متحده ایالاتو کې د ځان وژنې ستونزه خطرناک حالت ته رسیدلې ده.

د امریکا د امراضو د کنترول او مخنیوي مرکز موندنې ښیي چې د هغو کسانو څه دپاسه ٥٠ فیصده چې ځانونه یې وژلي رواني ناروغۍ او پریشانۍ درلودې.

XS
SM
MD
LG