د لاس رسي وړ اتصالات

څیړنه: په امریکا کې ځان وژنه ١٠ فیصده زیاته شوې


د هالیووډ مشهور هنرمند رابین ویلیامز د ٢٠١۴ کال د اگست په ۱۱ په کالیفورنیا کې په پخپل کور کې ځان وواژه
د هالیووډ مشهور هنرمند رابین ویلیامز د ٢٠١۴ کال د اگست په ۱۱ په کالیفورنیا کې په پخپل کور کې ځان وواژه

د امریکا په متحده ایالاتو کې د یوې علمي څیړنې نتیجې ښیي چې د هنري نړۍ د سترو ستورو ځان وژنو د امریکا پر ټولنه منفي اثر کړی او د ځان وژنو د زیاتوالي سبب شوی دی.

د کلمبیا د پوهنتون د روغتیایي مرکز څیړونکو د PLOS One په طبي ژورنال کې په یوې مقالې کې د څیړنې نتیجې خپرې کړې دي. دا لومړی ځل دی چې په ډیجیټال عصر کې په ټولنه باندې د نړۍ د مشهورو ستورو د ځان وژنو د اثر په اړه څیړنه کیږي.

څیړونکو د امریکا د محبوب او مشهور هنرمند او کمیډین رابین ویلیمز، د ځان وژنې وروسته ددې هیواد په مختلفو ایالتونو کې د ځان وژنو د شمیرو وارزاوه او د قربانیانو یو بشپړ لست یې جوړ کړ.

ددغې څیړنې څیړونکو ویلي دي چې د ١٩٩٩ نه تر ٢٠١٥ پورې د ځان وژنو د هغو ارقامو له ارزونې وروسته چې د امریکا د متحده ایالاتو د امراضو د کنترول او مخنیوي مرکز خپاره کړي وو، دوی تمه لرله چې په ټوله امریکا کې د ٢٠١۴ کال د اکست نه د هماغه کال تر پایه د ځان وژنو شمیره ١٦٨۴٩ کسانو نه وانوړي، خو برعکس په یاده شوې موده کې د ځان وژنو شمیر ١٨٦٩٠ کسانو ته ورسید چې ٩،٨٥ فیصده زیاتوالی په کې راغی.

دغه زیاتوالی د عمر او جنس په ټولو کتگوریو کې محسوس و او د څیړونکو په باور یې د "رابین ویلیامز د ځان وژنې سره مستقیمه اړیکه" درلودله.

دغه امریکایي هنرمند د ٢٠١۴ کال د اگست په ۱۱ په کالیفورنیا ایالت کې په پخپل کور کې ځان زندۍ کړی و.

د موجودو شمیرو له مخې هغو کسانو چې په همدې زماني مقطع کې ځانونه زندۍ کړي وو په دې ډول ځان وژنو کې ٣٢ فیصده زیاتوالی ښيي، په داسې حال کې چې په نورو لارو چارو باندې ځان وژنې یواځې په سلو کې درې زیاتې شوې وې.

د څیړونکو په وینا د هغوی د پلټنو نتیجې ښیي چې د رابین ویلیمز غمناکې مړینې پر ټولنې منفي اثر درلود او په امریکا کې یې د ځان وژنو کچه په زیاته اندازه لوړه کړې ده.

د هغوی په ونیا د رسنیو او ټولنیزو شبکو له لورې د رابین ویلیامز په څیر د مشهور څیرو د ځان وژنو پراخ خبري پوښښ او د پیښې د جزییاتو بیان د ځان وژنو د شمیر د زیاتوالي یو عمده عامل دی.

په دې معنی چې ددې ډول پیښو د جزییاتو نه خبریدل د ناروغانو د خپگان، ناامیدۍ او نورو مشکلاتو سبب کیږي او هغوی په ورته بڼې ځان وژنې ته هڅوي.

څیړونکي په دې باور دي چې په تیرو لسیزو کې د ټولنیزو شبکو د نشتون په وجه د سترو هنرمندانو او ستورو مړینې پر ټولنې باندې دومره اثر نه درلود او د ځان وژنو په کچه باندې یې کوم خاص اثر نه اچوه.

که څه هم چې ددې علمي څیړنې نتیجې د یو شمیر کارپوهانو د تائید وړ گرځیدلي خو یو شمیر نورو پرې انتقاد هم کړی دی او دغه موندنې یې دومره دقیقې ندي گڼلي.

د منتقدینو په باور د ټولنې په ځان وژنو باندې د سترو هنرمندانو د مړینو د تاثیر د واقعي نتیجو څیړل ، اوږدو پلټنو او د مختلفو عواملو څیړلو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG