د لاس رسي وړ اتصالات

سمنګان کې د سکرو ډبرو کان کې چاودنه؛ لسګونه کسان ګیر پاتې 


چارواکي‌ وايي د شباشک په کان کې له چاودنې وروسته دوه نور معدنونه هم نړېدلي دي
چارواکي‌ وايي د شباشک په کان کې له چاودنې وروسته دوه نور معدنونه هم نړېدلي دي

په سمنګان کې چارواکي‌ وايي چې د دره صوف په ولسوالۍ کې د سکرو د ډبرو په هغه کان کې چاودنه شوې چې لسګونه کان کېندونکي په کې وو.

د سمنګان د والي مرستیال صفت الله سمنګاني امریکا غږ ته وویل چې دا پېښه د سه شنبې په ورځ جون۹ (غبرګولي۱۹) د شباشک د سکرو د ډبرو په ګان کې شوې ده.

د سمنګان د والي‌ ویاند صدیق عزیزي وايي‌ چې په دغه پېښه کې یو کان کېندونکی مړ شوی او یو بل ژوبل دی او ۱۶ نور ګېر پاتې دي.

نا تاید شوي راپورونه وايي چې ۳۰ کان کېندونکي په دغه کان کې ایسار پاتې دي.

ښاغلي سمنګاني وویل چې له چاودنې وروسته دوه نور معدنونه هم نړېدلي دي. د سمنګان ولایتي شورا وايي چې په دغو دریو معدنونو کې لږ تر لږه ۸۰ تنه کان کېندونکو کار کاوه.

د سمنګان د ولایتي‌شورا غړی هاشم سروري وايي چې د ژغورنې کومه ډله لا سیمې ته نه ده رسېدلې.

تر دې دمه د دغې پېښې اصلي علت معلوم نه دی. تر دې مخکې د سمنګان د میتان د زیرمو د کان کېندنو پر مهال چاودنه شوې وه او لسګونه کان کېندونکي مړه شوي ‌وو.

د سمنګان د شباشک معدن د دغه ولایت له مرکز څخه ۶۰ کېلو مېتره لېرې دی. چارواکي وايي دا معدنونه تر ډېره د زورواکانو له لوري‌په ناقانونه ډول کېندل کیږي.

XS
SM
MD
LG