د لاس رسي وړ اتصالات

د مس عینک کان ۸ امنیتي ساتونکي وژل شوي ـ چارواکي


تر اوسه د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
تر اوسه د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

د افغاننستان د کانونو او پترولیم وزارت وايي، د لوګر ولایت د میس عینک کان پر امنیتي ساتونکو د سړک غاړې ماین چاودنه کې ۸ افغان سرتیري وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن یکشنبه د مې ۱۷(غويي۲۸) امریکا غږ ته وویل چې دغه پېښه وړمه شپه د لوګر ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د لوګر والي ویاند دیدار لونګ بیا ویلي چې د مس عینک کان پر امنیتي پوستو د طالبانو برید کې ۸ امنیتي سرتیري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

تیره میاشت هم د مس عینک کان پر امنیتي پوستو د طالبانو بریدونو کې د دغه کان ۸ امنیتي ساتونکي وژل شوي و.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې د مس عینک کان پر امنیتي ساتونکو وسله وال بریدونه او سړک غاړې ماین چاودنې شوي دي.

پر همدې مهال د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وايي چې په پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونکې ۳۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې دغه بریدونه د پکتیکا په یوسف خېل او پکتیا ولایت په احمد اباد ولسوالیو کې شوي دي.

طالبانو تر دامهاله د دفاع وزارت د چارواکو د څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG